لوګر کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسوولینو له لوري د «اسلامي نظام بقا او د ولسونو هوساینه» په نوم پراخه ولسي غونډه کې مسوولینو او قومي مشرانو پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د لوګر مسوولینو ویلي چې اوس د یووالي او پرمختګ وخت دی، او د سولې له دې فرصته یې پر ګټېاخیستنې ټینګار کړی.
بلخوا قومي مشرانو په خپلو خبرو کې اسلامي نظام ته د ژمنتیا څرګندولو ترڅنګ ویلي چې په دې خاوره کې به هېڅکله د بل چا واک ته اجازه ورنکړي.
دوی همداراز له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د ځوانانو له استعدادونو ګټه واخلي او د کارکولو زمېنه ورته برابره کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په غونډه کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د مرستيال، مولوي محمد علي جان احمد خلکو ته ډاډ ورکړی چې ستونزې به يې د حل په موخه له لوړ رتبه مشرانو سره شريکې کړي.
د ویلو ده چې په دې غونډه کې همداراز د انساني قاچاق پر مخنیوي هم خبرې شوې او همداراز اسلامي شریعت ته پر ژمنتیا ټینګار شوی دی.