د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند وايي چې د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د بېروزګارۍ کچې د راټیټولو یوه لاره په قانوني ډول بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو لېږل دي.
اقتصادي مرستیال بهرنیو هېوادونو ته په قانوني توګه د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږلو پروسې د پيل په مراسمو کې دا هم ویلي چې په بهر کې د کاري فرصتونو ایجاد به له کوربه هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.
په دې غونډه کې د امید راډیو خبریال د ملا عبدالغني برادر اخوند له قوله راپور ورکړی چې په پرمختللو هېوادونو کې به افغان کارګرانو ته له نوې ټکنالوژۍ سره د اشناکېدو او د نویو مهارتونو د زدهکړې فرصتونه برابر شي.
په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر، ملا عبدالمنان عمري هم قطر هېواد ته د کارګرانو لیږد د دواړو هېوادون ترمنځ د همکارۍ نوی باب ګڼلی او په وینا یې د ګارګرو د لیږد برخه کې له سعودي عربستان، متحده عربي امارت، ترکیې، ایران او روسې فدارسیون سره یې هم خبرې پیل شوې دي.
د امید راډیو خبریال د راپور له مخې چې په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال، ډاکتر محمد نعیم بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږد پروسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي پرمختګ بللی دی، او په وینا یې چې بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کوي.
د ویلو ده چې د افغانستان اسلامي امارت او قطر هېواد ترمنځ د ۲۰۰۰ ماهرو او مسلکي افغان کارګرانو د لېږلو هوکړه شوې ده چې سبا ورځ د اسد میاشتې په اوومه نېټه به یې په مختلفو ولایتونو کې د نوملیکنې پروسه پيل شي.