ډېر لوستل شوي

په اتو ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په اتو ولایتونو کې د تالندې برېښنا، باران او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې سبا په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تېز باران اټکل شته.
په خبرپاڼه کې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ – ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د هواپېژندنې ادارې همداراز په سوېلي، ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۸۵ کیلو مترو پورې وي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ځینو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو له امله هېوادوالو ته ځاني او پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

اړوند خبرونه