د اکواډور د جنوب لوېدیځ په «ال امپالمه» کې د وسلهوالو کسانو له لوري پر یوه «میخانه» ترسره شوي برید کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، وسلهوالو کسانو د ښار یوې «میخانې» ته دننه کېدو پر مهال ډزې کړې دي.
د اکواډور د څرنوالۍ ادارې ویلي چې بریدګرو په ناڅاپي توګه پر خلکو ډزې پیل کړې، چې له امله یې مرګژوبله رامنځته شوې ده.
چارواکو د پېښې د پلټنې پیل خبر ورکړی، خو تر اوسه د برید انګېزه نهده څرګنده شوې.
دا په داسې مهال ده، چې په سیمه کې امنیتي وضعیت له تېرو میاشتو راهیسې ترینګلی بلل شوی او دا برید د وروستیو تاوتریخوالو له خونړیو پېښو څخه ګڼل کېږي.