داعش د ختیځې کانګو په ایتوري ولایت کې د عبادت کوونکو پر یوه کلیسا د مرګوني برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
دغه برید چې د یکشنبې په سهار د بونیا له مرکز څخه ۷۵ کیلومتره لرې د کوماندا په سیمه کې ترسره شوی، د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۴۳ تنه پکې وژل شوي دي.
داعش وسلهوالې ډلې پر خپل ټېلګرام ادعا کړې چې دوی په دې برید کې شاوخوا ۴۵ تنه وژلي او ګڼ کورونه او هټۍ یې هم سوځولي دي.
د ملګرو ملتونو ماموریت (MONUSCO) د ۴۳ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی، چې پکې ۱۹ ښځې او ۹ ماشومان هم شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د کانګو ختیځې سیمې له اوږدې مودې راهیسې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو لهخوا د ورته پېښو شاهدې دي.