د امارتي شرکتونو لوی ریاست سرپرست مولوي احمد جان بلال وايي، چې دا مهال د یاد ریاست په چوکاټ کې ۴۴ شرکتونه فعال دي، چې د بېلابېلو برخو د اقتصادي خدمتونو د ترسره کولو چارې پر مخ وړي.
د اميد ارډيو خبريال د امارتي ادارو د تېر يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې د ښاغلي بلال په حواله ويلي، په تېرو دولسو مياشتو کې د شاوخوا ۲۵.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شوي، چې دا د اقتصادي هڅو او خصوصي سکتور د فعالیتونو د پراختيا ښکارندويي کوي.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست سرپرست دغه راز زياته کړې: “د تیر یو کال په ترڅ کې د دغه ریاست له لارې د دولت حساب ته ۸ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي. “
د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست مسوولین وايي، چې د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین حفظهالله، د امارتي شرکتونو د کرنيزو چارو، سوداګرۍ او د اقتصادي ودې پراختيايي پروژو د پليکېدو په موخه د یو میلیون جریبه ځمکې د لېږد فرمان صادر کړی دی.
د یاد ریاست د چارواکو په وینا، یوازې په تېر یوه کال کې د دغو شرکتونو لهخوا ۱۰۰۰ ټنه زیتون تولید شوي او همداراز د ۲۵۱۳ جریبه ځمکې په مساحت د مالټو نوي باغونه جوړ شوي دي.
مسوولین ټینګار کوي، چې امارتي شرکتونه به د ورکړل شوې ځمکې په ګټور استعمال او د ملي عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
د مولوي احمدجان بلال په وينا: “تورغونډي–هرات ترمنځ د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د ۸۵ کیلومتره د مزي تېرولو چارې بشپړې شوې. “
همدارنګه د تېرو دولسو مياشتو په ترڅ کې د شبرغان–دشتالوان د پروژې پرمختګ او په سروبي، نغلو او ماهيپر کې د ۶۶۲.۸ میلیون کیلوواټه برېښنا تولید، د یاد ریاست له مهمو لاسته راوړنو شمېرل کېږي.
د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې د امارتي شرکتونو رياست مسوولينو دغه راز ويلي، چې د قوشتیپې کانال د جوړولو چارې په لومړۍ او دویمه برخه کې ۹۸ او ۹۴ سلنه بشپړې شوې او د زراعتي کمپلکس لپاره ۲۰۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې. د ياد رياست مسوولينو د تړونونو په برخه کې هم ويلي، چې له دولتي او خصوصي ادارو سره ۶۳۷ د تېلو تړونونه لاسلیک شوي دي او ۳۸۷ د تېلو ټانګونو ته د فعاليت جوازونه ورکړل شوي دي.