د سویس یو شمېر سیاستوال او قانون جوړونکي وايي، که سویس غواړي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي، باید له اسلامي امارت سره لازم تعامل ولري.
د دغه هېواد رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې یو شمېر سیاسي څېرو د سویس له حکومت څخه غوښتي، چې د نورو هېوادونو په څېر دې افغان کونسلي چارواکي سویس ته راوبلي، څو د بېرته ستنولو بهیر اسانه شي.
د راپورونو له مخې، یادو چارواکو د کډوالۍ د چارو د چټکتیا لپاره دا هم وړاندیز کړی چې د سویس د کډوالۍ دولتي ادارې پرسونل دې له اسلاماباده کابل ته ولېږل شي او دلته دې د دغه ادارې حضور او شمېر لا ډېر شي.
یادې څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې اروپایي هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو پر مسئله کار کوي.