ډېر لوستل شوي

له روږدتیا تر روغتیا؛ نیمروز کې سلګونه کسان له درملنې وروسته کورنیو ته سپارل شوي

کورنیو چارو وزارت وايي، نیمروز کې ۲۱۶ کسان له نشې تر رغېدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دغو کسانو درملنه د نیمروز په ۱۰۰۰ بستریز روغتون شوې، او د ټاکل‌شوي پلاوي په شتون کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې له ۲۱۶ له نشې رغېدلي د روغتون د داخلي ډاکترانو له تایید وروسته له روغتون را ایستل شوي دي.
تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې په نشه‌يي توکو سلګونه کسانو درملنه شوې وه.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو پروسه پیل شوه او همداراز د هر ډول نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز ولګېد.
د ویلو ده چې د نشه‌يي توکو پر کاروبار د بندیز په دوام، له تېرو دریو کلونو راهیسې د دغو توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه