په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر او ځانګړي استازي مولوي ګل حسن حسن، د یوریشیا اووم فضایي کانګرس په غونډه کې ګډون کړی دی.
په مسکو کې د اسلامي امارت سفارت وايي، په دغه کانګرس کې د فضایي چارو ستراتېژیک بدلونونه، نوې کړنلارې او د مدیریت اړوند ننګونې تر بحث لاندې نيول شوي دي. ويلکېږي، په دې غونډه کې د روسیې، بیلاروس، عربي او یو شمېر نورو هېوادونو علمي او سیاسي استازو هم ګډون کړی وو.