ډېر لوستل شوي

هوږه؛ د اعصابو ساتندوی او د طبیعي روغتیا پټ راز

د يو ښه روغتیايي ژوند راز تل د طبیعي خوړو په منظم استعمال کې نغښتی وي. له پخوا زمانو راپدې خوا انسانان هڅه کوي چې د خوړو له لارې نه یوازې وده او ځواک تر لاسه کړي، بلکې له ناروغیو هم ځان وژغوري. هوږه د هغو طبیعي نعمتونو له ډلې ده چې په خوړ خوند سربېره د بدن د دفاعي سیسټم، اعصابو او دماغي فعالیتونو لپاره مهمې ګټې لري.

اوسنۍ عصري څېړنې ښيي، چې هوږه کولی شي انسان له خطرناکو عصبي ناروغیو څخه وژغوري، د دماغي حجراتو زړښت ورو کړي او آن تر دې چې د اعصابو زیانمن شوي حجرات بېرته رغوي.

په دې علمي مطلب کې مو د هوږې هغه ګټې بيان کړې، چې ښايي تر دې مخکې یې عامو خلکو ته ارزښت نه و څرګند.

۱. د هوږې روغتيايي ګټې او غذايي ارزښت

  • عصبي سیستم ته ځواک ورکوي:
    نوې څېړنې ښيي، چې هوږه د عصبي حجراتو د زړښت مخه نیسي، زیانمن شوي حجرات رغوي او بېرته یې فعاله کوي. په ځانګړې توګه، په هوږه کې شته سلفري مرکبات او کاربوهایډریټس د دماغي فعالیتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
  • د سوۍ او التهاباتو ضد خواص لري:
    په هوږه کې شته طبیعي انټي‌اکسیډنټونه د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د التهاب ضد اغېز لري، چې په ځانګړې توګه د مایکروګالیا حجراتو فعالیت تنظیموي. دا حجرات د مغز او حرام‌مغز لومړنۍ دفاعي کرښه جوړوي.
  • د سګرېټ څښلو له زیانونو مخنیوی کوي:
    هوږه هغه کاربوهایډریټس لري، چې د اعصابو سیسټم د زهرجنو موادو، سګرېټو او بهرنیو اغېزو پر وړاندې خوندي ساتي او دماغي حجرات له تخریب څخه ژغوري.
  • د زړه او رګونو روغتیا ته ګټه رسوي:
    هوږه د وینې فشار منظموي، وینه پاکه ساتي او د زړه د ناروغیو خطر کموي. سلفر لرونکي مرکبات د وینې په نریوالي کې مرسته کوي.
  • د مکروبونو او ویروسونو ضد طبعي ځواک لري:
    د هوږې یو بله مهمه ځانګړنه دا ده، چې طبیعي انټي‌بایوټیک ګڼل کېږي او کولی شي د بدن دفاعي سیستم د ویروسي او مکروبي ناروغیو پر وړاندې چمتو وساتي.
  • غذايي ارزښت:
    هوږه په خپل جوړښت کې ویټامین  B6، ویټامین  C، منګنیز، سلینیم، وسپنه، فایبر، انټي‌اکسیډنټونه، سلفر، مرکبات لکه اليسين لري، چې د حجراتو د زړښت په مخنيوي کې ډېره مرسته کوي او روغتيا ته ډېره ګټه رسوي.

۲. په افغانستان کې د هوږې حاصلات او اقتصادي ارزښت

افغانستان د هوږې د کرنې لپاره مناسب اقلیم او حاصلخېزه خاوره لري. د هېواد په ګڼو ولایتونو؛ ننګرهار، هلمند، فراه، میدان وردګ، کندز، بلخ او سمنګانو کې کرل کېږي، چې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو تر څنګ، د بازار لپاره هم ارزښتناک حاصل ګڼل کېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال زرګونه ټنه هوږه تولیدېږي. د تازه هوږې تر څنګ، وچه شوې هوږه هم ښه بازار لري، چې د خوند، بوی او روغتیايي ارزښت له امله پرې د کورني او بهرني بازار تقاضا زیاته شوې ده.

۳. اقتصادي ارزښت:
هوږه نه یوازې د کروندګرو لپاره د عاید یوه غوره سرچینه ده، بلکې د وچو مېوو او د درملو بوټو تر څنګ، له هغو نباتاتو څخه ده چې واردات یې کم او صادراتو ته زمینه برابره ده.
په کورني بازار کې د هوږې نرخونه معمولاً د فصل په موسم کې راټیټ شي؛ خو د وچولو، بسته بندۍ او زیرمې کولو له لارې یې ارزښت لوړېدلی شي.

کارپوهان وايي، که د هوږې تولید، پروسس، ذخیره او بازارموندنه په سمه بڼه مدیریت شي؛ نو کولای شي د افغانستان له مهمو کرنیزو عایداتي سرچینو څخه یوه واوسي.

۴. روغتیا ته د هوږې احتمالي زیانونه

که څه هم هوږه ګڼې روغتیايي ګټې لري؛ خو د هر څه له اندازې زیات استعمال زیانمن وي.  هوږه هم که بې‌انډوله یا له احتیاط پرته وکارول شي، ځینې ناوړه اغېزې لرلای شي.

  • د معدې او هاضمې ستونزې:
    د هوږې ډېر استعمال کولای شي د ځینو خلکو د معدې تیزابیت زیات کړي، د خولې سوځښت، بد بوی، یا آن د معدې دردونه رامنځته کړي.

۲. د وینې نریوالي زیاتوالی:
هوږه طبیعي د وینې نری کوونکی اغېز لري. که څوک د وینې نری کوونکو له درملو (لکه اسپرین) سره یو ځای ډېره استعمال کړي، د وینې بهېدنې خطر زیاتولی شي.

  • حساسیت یا الرژي:
    ځینې کسان ښايي د هوږې پر وړاندې حساسیت ولري، چې له امله یې د پوستکي خارښت، سرخوږی، یا د ساه اخیستو ستونزې پیدا شي.
  • د خولې بوی او خراب خوند:
    هوږه قوي بوی لري، چې د خولې د ناوړه بوی سبب ګرځي. دغه بوی آن له غاښونو مینځلو وروسته هم پاتې کېږي.
  • د ځیګر یا پښتورګو ناروغانو ته احتیاط:
    هغه کسان چې د ځیګر یا پښتورګو دايمي ستونزې لري، باید د ډاکټر له مشورې پرته هوږه ډېره ونه کاروي، ځکه چې د دې غړو فعالیت یې له زیان سره مخ کولی شي.
  • د حمل یا شیدې ورکونکو مېرمنو لپاره:
    که څه هم په معمولي اندازه هوږه زیان نه لري؛ خو د حمل یا شیدې ورکولو په موده کې د زیاتې هوږې استعمال باید د متخصص ډاکټر تر سلا وروسته وخوړل شي.

سپارښتنه:
هوږه که څه هم یوه ګټوره او طبیعي شفا لرونکی نبات دی؛ خو په خوړولو کې يې بايد اعتدال په پام کې ونيول شي. د متوازن خوراک برخه دې وګرځول شي او د ځانګړو ناروغیو پر مهال دې له ډاکټرانو سره د مشورې وروسته استعمال شي، څو له ګټو یې برخمن او له زیانونو یې خوندي پاتې شو.

اړوند خبرونه