ډېر لوستل شوي

پروان کې ۳ درې کتنځایونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي 

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې له یو شمېر درملتونونو او کتنځایونو د څارنې په پایله کې درې کتنځایونه او یو لابراتوار د غیرقانوني کړنو له امله تړل شوي دي. 

د وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا څارنه د پروان روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې، د روغتیایي قوانینو د تطبیق او خوړو درملو ګډ نظارتي ټیم له لوري شوې ده. 

د خبرپاڼې له مخې، د دې څارنې پرمهال د کتنځایونو او درملتونونو مسوولینو ته لارښوونې شوې چې د عامې روغتیا وزارت له اصولو سره سم خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو همداراز ویلي چې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو مدیریت له لوري د درملتونونو د بیا ثبت لپاره د ځانګړو فورمو ډکولو پروسه هم پیل شوې او دا لړۍ دوام لري.

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه درملتونونه او کتنځي د غیرقانوني کړنو او شفري نسخو د لیکلو له امله تړل شوي وو.

اړوند خبرونه