ډېر لوستل شوي

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف خبرداری ورکړی، چې د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مسکو سره د ضرب‌الاجل ټاکلو لوبه پیل کړې، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د رامنځته کېدو ګواښ زیاتوي.

مدودف تېره ورځ پر خپل اېکس پاڼه لیکلي: “هر نوی ضرب‌الاجل یو ګواښ دی او دا ډول چلند ښيي چې د امريکا او د روسيې د جنګ لامل شي.” نوموړي په ټینګار سره ويلي، روسیه نه ایران دی او نه اسرائیل، چې امریکا پرې فشار وارد کړي. دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې ډونالډ ټرمپ تازه ویلي، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه ناهیلی شوی او هغه ۵۰ ورځنی ضرب‌الاجل چې واشنګټن له لوري پر مسکو ټاکل شوی اوس یوازې ۱۰ یا ۱۲ ورځو ته راکم شوی دی.

اړوند خبرونه