پر غزې د صهيونيست رژيم په بريدونو کې د شهيدان شويو فلسطينيانو شمېر تر ۶۰ زرو اوښتی او نږدې ۱۴۵ زره کسان ټپيان شوي دي.
د غزې روغتيا وزارت وايي، په دې شهيدان شويو کې ډېری قربانيان ښځې او ماشومان دي. که څه هم په غزه کې د جګړې پای ته رسېدو په تړاو د نړيوالو هڅې دوام لري، خو بيا هم هر ورځ له همدې ځایه د مرګژوبلي راپورونه خپرېږي.