ډېر لوستل شوي

قطر ته د افغان کارګرو د لېږد بهیر پراخېږي؛ ۱۱۰۰ نوي کاري فرصتونه زيات شوي

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند سميع‌الله ابراهيمي اميد راډيو ته ويلي، چې قطر ته د افغان کارګرو د لېږد په پروسه کې ۱۱۰۰ نور کاري فرصتونه هم زيات شوي دي.

ياد وزارت تر دې وړاندې قطر ته د ۲ زره افغان کارګرو د لېږد خبر ورکړی و، چې له دې سره به ۳ زره او ۱۰۰ افغان کارګر کولی شي قطر ته د کار روزګار لپاره په رسمي توګه لاړ شي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت څو نورو هېوادونو سره خبرې روانې کړې دي، چې افغان کارګر هلته په رسمي ډول ولېږدوي او د کار زمینه ورته برابره شي.

اړوند خبرونه