د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د بهرنيو چارو وزارت د ډیپلوماسي انسټیټیوټ په نوښت د «مطبوعاتي مبارزې، تګلارې او ډیپلوماسي» په سيمنار کې د اصلي ویناوال په توګه وینا کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې ښاغلي مجاهد په خپلو څرګندونو کې د اسلامي امارت د مطبوعاتي پالیسۍ، رسنیز تعامل او بهرني سیاست بنسټیز اړخونه تشریح کړي، او ټينګار يې کړی، چې رسنیز فعالیتونه باید د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او د مسلکي اصولو پر بنسټ پرمخ یووړل شي. د اسلامي امارت وياند له رسنیو غوښتي، چې له ناسمو تعبیرونو او له احساساتي چلندونو څخه مخنيوی وکړي او دغه راز دې د ملي یووالي مفکوره پیاوړې کړي.