د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد له امید راډیو سره په ځانګړې مرکه کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د شویو پرمختګونو ترڅنګ پر شته ستونزو، ننګونو، فرصتونو او بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
نوموړي د هېواد امنیت ته په اشارې ویلي چې د اسلامي امارت د بیاځلي واکمنېدو په پیل کې ټول تمرکز د امنیت پر ټینګښت او د امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږی ته شوی و، چې په پایله کې یې ټول لوی او کوچني ګواښونه له منځه وړل شوي دي.
مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې له نږدې څلورو کلونو وروسته په دې برخه کې، لکه د پيلوټانو روزنه، د امنیتي ځواکونو د یونیفورم مسئله، د پوځي وسایطو ترمیم او نور ستر پرمختګونه تر سترګو کېږي.
هغه د امنیتي ارګانونو پر همغږۍ هم غږېدلی، او همدا همغږي یې په هر ډول عملیاتو کې د بریا راز بللی دی.
د اسلامي امارت ویاند له امید راډیو سره په دې ځانګړې مرکه کې د «تصفیې کمېسیون» فعالیت ته هم اشاره کړې او دا یې د هر نظام لپاره اړین او ګټور بللي دي.
ښاغلي مجاهد په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي امارت اقتصادي فعالیتونه هم ارزولي او په وینا یې چې دې برخه کې د پخوانۍ ادارې په پرتله له کورنیو سرچینو استفاده ډېره شوې، او د کورنیو سرچینو د پياوړتیا هڅې پیل شوې دي.
نوموړي ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم ‘په بهرنیو سرچینو متکي ۷۰ سلنه بودیجه’ له منځه ولاړه چې له امله یې د کرنسۍ بېثباتي، د سترو پروژو بندېدل او نور ورته حالات ولیدل شول، خو په وینا یې چې اوسمهال دا ۷۰ سلنه بودیجه بېرته د کورنیو سرچینو له لارې پیاوړې شوې او دا مهال په هېواد کې د سترو پروژو تطبیق تر سترګو کېږي.
مولوي ذبیح الله مجاهد د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د لویو او کوچنیو بندونو جوړېدو، د لویو لارو رغونې او همداراز د ټاپي، کاسا زر او نورو سترو پروژو د چارو پیل د نظام او خلکو لپاره ګټور بللي دي.
د اسلامي امارت ویاند د امید راډیو د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې د څلورو کلونو په تېرېدو سره له کورنیو سرچینو پر استفادې ټینګار کړی او ویلي یې دي دا مهال په افغانستان کې ۵۲ فابریکې د وسپنې له کورنیو سرچینو چلېږي او په دې برخه کې له بهره پر واردېدونکو توکو تعرفه لوړه شوې ده.
مولوي ذبیح الله مجاهد د لوړو زدهکړو او روغتیا په برخه کې د اسلامي امارت پر تېر څلور کلن فعالیت هم غږېدلی، او ویلي یې دي چې دا مهال په هېواد کې د درملو ۶۳ تولیدي فابریکې فعالې دي، او همداراز د لوړو زدهکړو په برخه کې د پرلهپسې هڅو په دوام پوهنتونونه معیاري شوي، دوکتورا پروګرامونه پیل شوي دي.
نوموړي دا هم ویلي چې د هېواد په هره ولسوالۍ کې د یو مجهز روغتون د جوړېدو پلان ترتیب شوی، او روغتیا وزارت په لومړي ځل طبي انجینران هم روزلي دي.
سیاست یو بل بحث و چې د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد پرې له امید راډیو سره په ځانګړې مرکه خبرې وکړې، او تر ډېره یې ټینګار له ټولو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر ټینګښت وکړ.
د نوموړي په وینا چې اوس وخت افغانستان له هېچا سره دښمني نه پالي. “حالت بدل شوی، باید سیاسي صفحه هم بدله شي. د امریکا په ګډون مو له ټولو هېوادونو سره د ډیپلوماسۍ لار غوره کړې ده.”
ښاغلي مجاهد په دې ځانګړې مرکه کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان ستره سیاسي لاستهراوړنه د هر ډول ستونزو او ننګونو پرمهال په سیمهییزه کچه د اسلامي امارت ثبات بللی او ټینګار یې کړی، چې دوی په خپلو پرېکړو کې خپلواک او د هېڅ لوري تر فشار لاندې نه دي راغلي.
مولوي ذبیح الله مجاهد همدرازا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ اسلامي امارت ته نهسپارل خپله د دغه سازمان د پرېکړو ناخپلواکي بللې او په وینا چې اوس هلته یو نامسوول کس وخت ناوخت د افغانستان په اړه تخریبي څرګندونې کوي.
د نوموړي په وینا چې د ملګرو ملتونو سازمان یوازې د څو هېوادونو تر اغېز لاندې او د هغوی د پرېکړو تعقیبوونکی دی.
د امید راډیو په دې ځانګړې مرکه کې په نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت د استازو ګډون د هېواد لپاره ګټور بلل شوی. وايي اوس په ډېرو غونډو کې د دوی استازي فعال ګډون لري.
مولوي ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو پر بېسارې راستنېدنې هم بحث کړی او تر دې دمه یې د راستنېدونکو مدیریت غوره بللی دی. نوموړي ویلي چې د تېرو جګړو له امله میلیونونه هېوادوال کډوال شوي وو، خو په وینا یې چې اوس د دغو هېوادوالو د بېرته راستنېدو وخت دی.
په ټوله کې د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد له امید راډیو سره په دې ځانګړې مرکه کې له امنیتي، اقتصادي، ښوونیز او نورو له اړخه شوي فعالیتونه «سترې لاستهراوړنې» بللې او د شته ځینو ناحلشویو ستونزو لپاره یې د دوامداره هڅو ډاډ څرګند کړی دی.