اقلیمي بدلون نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې یوه لویه ننګونه بلل کیږي. د واورو او ورښت کموالی، د بارانونو بې نظمه او بې وخته ورېدل، د ځمکې د تودوخې لوړېدل او نور د اقلیمي بدلون پایلې ګڼل کیږي. دې بدلونونو د ځمکې لاندې اوبه او همدارنګه د هېواد پر دنګو غرونو ورېدونکې واوره هم لږه کړې ده. همداراز په دې وروستیو کې پرلپسې وچکالي د افغانستان خلک او په ځانګړي ډول بزګران او مالداره وګړي لا ډېر ځپلي.
اوبه یوازې یوه طبیعي سرچینه نه ده؛ بلکې د ژوند بنسټ، د اقتصاد د بقا تضمینونکې او د با وقاره ژوند پانګه ده. په قرانکریم کې هم ۶۳ ځله د اوبو توری ذکر شوی او اوبه د ژوند بنسټ ګڼل شوي دي.
شاوخوا میاشت وړاندې د «مرسي کورپس» په نوم یوه نادولتي بنسټ کابل کې د اوبو د کمښت یادونه وکړه او ددې ولایت د شپږو میلیونو وګړو ژوند یې ګواښونکی وباله. دغه بنسټ وویل چې ښایي تر ۲۰۳۰ پورې کابل په نړۍ کې یوازینی ښار شي چې د خوږو اوبو څرک به پکې نه لګیږي. ددغه سازمان له قراره په تېرو لسو کلونو کې د کابل اوبه ۳۰ متره لاندې تللي دي. وړاندې ویل شوي چې د اوبو د کموالي دلیل د نفوسو بېسارې وده، له پلان پرته ښاري پراختیا، خپلسرې کېندنې او اقلیمي بدلون دی.
دغه بنسټ ګواښ کړی و چې که افغان حکومت لاس په کار نه شي، دقیق مدیریت او اصولي کړنې ونه شي، نو په ۲۰۳۰ کال به کابل د نړۍ په «بې اوبو»ښار بدل شي او د کابل شپږ میلیونه نفوس به کډوالۍ ته اړ شي. ویل کیږي چې له کابل څخه د اېستونکو اوبو کلنۍ کچه ۴۴ میلیونو مترو مکعبو ته رسیږي چې دا کچه له هغې لوړه ده چې د کابل ځمکه یې بېرته جذبوي/ تغذیه کوي.
که څه هم د اوبو او انرژۍ وزارت ددغه بنسټ راپور مبالغانه ګڼي او په ورته وخت کې د کابل د اوبو ستونزې هم کمې یادوي. موږ هره ورځ د کابل خلک له سطلونو او بوشکو سره وینو چې په اوبو پسې راوځي او سرګردانه یوې خوا او بلې خوا اوتر ګرځي. داسې ماشومان هم لیدل کیږي چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ساعتونه ساعتونه انتظار کوي.
د اوبو برخې ګڼ متخصصین او کارپوهان هم په ټوله کې په افغانستان او په ځانګړي ډول په کابل کې د اوبو ستونزه جدي او لوی ګواښ ګڼي. د اوبو متخصصین وایي چې په کابل کې د اوبو لاندې ذخیرې په خلاصېدو دي. د اوبو دغه متخصصین د کابل د اوبو د ټیټوالي لامل څلور عناصر ګڼي: د ورښت کموالی، د کابل ښار د ځمکې پخول، غیر معیاري کیندنې او د اوبو بې مهاره کارونه.
افغانستان د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې د خپلو طبیعي سرچینو، په ځانګړې توګه اوبو، پراخ امکانات لري. خو دغه ارزښتمنه شتمني تر ډېره پورې بې ګټې بهیږي. د افغانستان له غرونو هرکال ۷۵ میلیارده مکعبه اوبه ترلاسه کیږي چې شاوخوا ۳۰ سلنه یې په کور دننه کاریږي او پاتې ټولې اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي.
۱ـ د اوبو د کارونې نظم
ژورې څاه ګانې نه یوازې د ښارونو او کلیو اوسېدونکي د اوبو له بېساري کمښت سره مخوي؛ بلکې دا د طبیعت ضد کړنه هم ده چې په اوږدمهال کې یې ګواښ لا لوړیږي. د حکومت او خلکو دنده دا ده چې د اوبو په کارونه کې ډېر پام وکړي او همدارنګه له جدي اړتیا پرته چا ته د ژورو څاه ګانو د کیندنې اجازه ور نه کړل شي.
۲ـ تفریحي او مصرفېدونکو ځایونو کې د اوبو بې ځایه کارېدنه
تر ډېره په سوناګانو، د سینګار ځایونو، په موټرمینځونکو سرایونو او نورو ځايونو کې اوبه بې ځایه بهیږي، چې بېرته ځمکې ته د جذب کولو معیاري لارې ورته نه دي برابرې شوي؛ نو ددغو ځایونو پر ځای دې د هغو خلکو د اوبو اړتیا پوره شي چې حتی څښلو ته لا پاکې اوبه نه لري.
۳ـ د کرنې سیسټم عصري او نوي کول
په افغانستان کې لا هم کرنه په دودیزې او سنتي طریقې سره ترسره کیږي چې د اوبو د ضیاع ګواښ هره ورځ پسې زیاتوي. افغان حکومت ته پکار ده چې له بزګرانو سره د قطره یي سیسټم په پلې کولو کې مرسته وکړي او ټول بزګران اړ کړي چې له قطره یي سیسټم ګټه پورته کړي. د نړۍ په هېڅ ځای کې د ځمکو د اوبولو لپاره د ځمکې له لاندې اوبو ګټه نه اخیستل کیږي.
۴ـ د بندونو، کانالو، چکډېمونو او د اوبو د ذخیرو رامنځته کول
د بندونو، کانالونو، چکډېمونو جوړول به نه یوازې د اوبو د ذخیرې او سپما باعث شي؛ بلکې د موسمي او سېلابي اوبو په مهار کې به یې هم مرسته کړي وي او همدرانګه به مو ترې برېښنا هم ترلاسه کړي وي. افغانستان د خپلو اوبو د مهار لپاره لوی او بنسټیز بندونه نه لري. کجکي، نغلو او سلما بندونه د ټول هېواد اړتیا نه شي پوره کولی. که چېرې په هېواد کې څو نور ستر بندونه جوړ شي نو د اوبو د بېځایه تلو مخنیوی به وکړي.
۵ـ د مصنوعي زېرمهخونو رامنځته کول
د باراني اوبو او واورو د سپما او ذخیرې لپاره پکار ده چې په اشر لویې لویې ذخیرې جوړې کړو؛ تر څو د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي. دا کار په حکومتي کچه هم کېدلی شي او همدارنګه هر کس کولی شي چې په خپل کور کلي کې د خپل بام واورې په حویلۍ کې ټولې او د ځمکې لاندې جذب ته یې لاره هواره کړي.
۶ـ عامه پوهاوی
بدبختانه د افغانستان ډېری وګړي لوست او سواد نه لري. همدا لامل دی چې د اوبو په شرعي او ملي ارزښت نه پوهیږي. حکومت، رسنوالو، ملاامامانو او د ټولنو پوهو او لوستو وګړو ته پکار ده چې د اوبو د مهار لپاره غږ پورته کړي. دا چې افغانان پښت په پښت مسلمانان پاتې شوي او له منبره راپورته شویو خبرو ته ژر تسلمیږي؛ نو ملا امامانو ته بویه چې دوی د اوبو په ارزښت او اصراف وپوهوي. تېره اونۍ د حج او اوقافو وزارت د جمعې تقریرونو لپاره د اوبو د ارزښت موضوع ټاکلې وه چې دا کار یې د ستاینې وړ دی.
د اوبو د نهمدیریت او وچکالۍ په سبب پېښېدونکي ګواښونه
که د افغانستان د ځمکې لاندې اوبو سره په همدې ډول ناپامي وشي او دغه موضوع بابېزه وګڼل شي، نو په راتلونکې کې هېواد او خلک له لاندې ممکنه خطرونو سره مخېدلی شي.
۱ـ بې سارې کورنۍ کډوالي
په دې وروستیو کې له کندهار او هلمند ولایتونو څخه ځیني راپورونه راغلي وو چې ګوندې په دې سیمو کې اوبه نشته او دوی کډوالۍ ته اړ شوي دي. د کډوالۍ ناورین تر بل هر ناورین ستر دی او په مستقیم ډول حکومتونه تر اغېز لاندې راولي. د یادو ولایتونو په یو شمېر سیمو کې اوبه آن په سلو او یو نیم سلو مترو کې هم نه موندل کیږي. خدای مه کړه که دا معضله لویږي، نو کلي، ولسوالۍ او حتی ولایتونه به تش شي او په ښارونو کې به د نفوسو وده او فشار لا زیات شي.
۲ـ د کرکیلې او حاصلاتو کمښت
وړاندې مو وویل چې اوبه د ژوند مهمه سرچینه ده. هر ځای چې اوبه وي هلته ژوند وي. د ژوند ټولې چارې په اوبو پورې تړلي دي. که په اوسني شکل د ځمکې له خېټې هره ورځ بې باکه اوبه راوځي او کښتونه پرې اوبه کیږي؛ نو لرې نه ده چې یوه ورځ به آن د څښاک لپاره هم اوبه ونه موندل شي. دې سره به کرنیز حاصلات کمزوري او حتی له نشت سره به مخ شي. بله لویه ننګونه به د لوږې او د بېکارۍ وي؛ ځکه د افغانستان شاوخوا اتیا سلنه وګړي په کرنه بوخت دي. مانا همدومره خلک به بېکاره شي او له خپلو کرکېلو به غلې دانې نه شي ترلاسه کولی.
۳ـ د اوبو پر سر شخړې
په ټوله نړۍ کې حکومتونه او وګړي د خوږو اوبو له کمښت سره مخ دي. ددغې حیاتي مادې د ترلاسه کولو لپاره کله کله هېوادونه یو بل سره وسله والې شخړې هم کوي. همداراز د اوبو په نشتوالي سره به په کلیو او ښارونو کې د خلکو ترمنځ اخ او ډب رامنځته شي.
۴ـ د طبیعت ویجاړی
د اوبو کمښت او وچکالي پر چاپېریال مستقیمه اغېزه کوي. وچکالي او د اوبو کموالی د ونو بوټو د له منځه تلو، د ځنګلونو د ویجاړي او د خاورې د فرسایش لامل کیږي. د طبیعت ویجاړی بې وخت بارانونو، سېلابونو او په ټوله کې اقلیمي بدلون ته لاره هواروي.
د اوبو د مهار یوه بله ګټوره نسخه
د اوبو یوه بله بنسټیزه تګلاره په ښارونو کې د مټر په وسیله د اوبو وېش دی. دا چاره به نه یوازې ښاریانو ته ارزانه او اسانه تمامه شي، له بلې خوا به یې مالیه د دولت خزانې ته جمع کیږي. دا سیسټم نږدې په ټوله نړۍ کې پلی دی. له بلې خوا به خلک په واقعي مانا د اوبو په ارزښت وپوهیږي.
همدا ډول په کلیو کې د حکومت له لوري چمتوشویو چوپړونو په بدل کې دې مالیه واخیستل شي. د بېلګې په ډول هغه ځمکې چې للمي نه دي، شاوخوا یې د اوبو بله وسیله نشته او له سولري سیسټم ګټه اخلي؛ نو د هر سولر پر سر دې په کلني ډول مالیه وضع شي. په همدې پیسو دې په همغه سیمه کې د چکډېم او یا د ورښتونو د اوبو د مهار یوه تګلاره جوړه شي. دا پیسې که په عادلانه ډول راټولې شي نو هم به د حکومت په عوایدو کې زیاتوالی رامنځته شي او هم به پر ځمکوالو ډېر فشار نه راځي. همدا ډول په هغو کلیو او نیمه ښاري سیمو کې چې خلکو څاه ګانې وهلي او یوازې د کورونو لپاره ترې ګټه اخلي؛ باید یوه اندازه پیسې ترې واخیستل شي او په همدا پیسې دې د «د اوبو د مهار/ مدیریت» په لاره کې ولګول شي. باوري یو چې دې کار ته به هېوادوال په لېوالتیا غاړه کېږدي. همدا ډول دې له عصري سیسټمونو په ګټې اخیستنې دا مالومه شي چې ځمکوال او بزګران باید له اندازې زیاتې اوبه ونه کاروي.
پایله
نړۍ د اقلیمي بدلون او د اوبو د کمښت ښکار شوې؛ خو پرمختللي هېوادونه دغه ناورین د خپلو وسیلو په مټ قابو کولی شي، بدبختانه وروسته پاتې یا د پرمختیا په درشل کې هېوادونه له دې ګواښ ډېر کړیږي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم بدلون او د ځمکې لاندې اوبو له جدي کمښت سره مخ دی. ددې ناورین مخه د حکومت او خلکو په ګډو هڅو نیول کېدلی شي. لله الحمد افغان حکومت د اقلیم او کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې ته متوجې دی، خو په دې برخه کې د یوې ملي تګلارې د جوړېدو او تطبیق اړتیا شته. همداراز باید په اوږدمهال کې د کابل د اوبو ستونزه له پنجشېر سیند، شاتوت او شاه او عروس له بندونو حل شي. د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په پار عامه پوهاوي ته ډېره اړتیا لیدل کیږي چې دا مسوولیت هم لوستو وګړو او حکومت ته راجع کیږي. همداراز د کرکېلې نوي کول د اوبو د بېساري ضیاع مخنیوی کولی شي. افغان حکومت همدارنګه کولی شي چې د اوبو او اقلیمي بدلون برخه کې له نړیوالو تخنیکي او مالي مرسته وغواړي.