ډېر لوستل شوي

لوګر کې د ۳۶ میلیون ډالرو په لګښت د لمریزې برېښنا د تولید پروژې پیلېدل

د لوګر په «محمدآغې» ولسوالۍ کې ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې دي.  

د امید راډیو د خبریال د راپور له مخې چې د دې پروژې چارې نن (پنجشنبې، زمري ۹مه) د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پيل شوي دي. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دې پروژې د چارو پیل د یاد ولایت او په ټوله کې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ښه فرصت بللی او په وینا یې چې د چارو په بشپړېدو سره به د لوګر د برېښنا ستونزه تر ډېره کمه شي.  

په ورته وخت کې د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې هم د ملا عبدالغني برادر له قوله ویل شوي: “افغانستان د انرژۍ د تولید ډېرې سرچینې لري، خو له بده مرغه د انرژۍ له دغو سرچینو څخه سمه استفاده نه ده شوې چې له امله یې هېواد په بهرنۍ برېښنا متکي دی او هر کال سلګونه میلیون ډالره د هغه په بدل کې نورو هېوادونو ته ورکوي”

ملا عبدالغني برادر دا هم ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره د نورو سکټورونو ترڅنګ د انرژۍ سکټور کې هم د پام وړ پرمختګ شوی او په بېلابېلو ولایتونو کې د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید پروژې پېل شوې او د انرژۍ د تولید ترڅنګ د برېښنا د وېش، تنظیم، صنعتي سیمو او هېوادوالو ته د انرژۍ د رسولو یو شمېر پروژې هم تر کار لاندې دي.

په لوګر کې د دې پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د پروژو له قراردادي شرکت غوښتي چې د کار کیفیت ته جدي پام وکړي او په ټاکلي وخت یې بشپړ کړي.

 دیاد ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې دا پلې‌کېدونکې پروژه دوې برخې لري چې یوه پکې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه جوړول دي او بله برخه یې د ۱۲۶ میګاولټ امپیر سب سټېشن جوړول او د برېښنا د انتقالي لین غځول دي. 

د ویلو ده چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې ۴۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

اړوند خبرونه