ډېر لوستل شوي

افغانستان به له لس زره مېګاواټه برېښنا برخمن شي

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي نن د اوبو او انرژۍ وزارت سره په ګډه، په کابل کې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید ستره پروژه پرانیستله.

یاده پروژه چې ټولیز لګښت یې لس میلیارده ډالر اټکل شوی، تمه ده چې چارې به یې تر راتلونکو اوو کلونو بشپړې شي.

ملي پانګه‌وال عزيزي د مراسمو په ترڅ کې ويلي، دغه ستره پروژه به نه یوازې د انرژۍ د تولید اړتیاوې پوره کړي، بلکې په هېواد کې به شاوخوا یو نیم لک کاري فرصتونه هم رامنځته کړي، چې له امله به یې ګڼ شمېر ځوانان له بهر ته د تګ اړتیا ونه لري.

ښاغلي عزیزي همداراز زیاته کړې، چې د انرژۍ له دې پروژې سره به هم‌‌مهاله، په افغانستان کې د کېبل او ټرانسفرمر د تولید لویې نړیوالې کچې کارخونې هم جوړې شي.

نوموړي د دغو ټولو ملي پروژو د بریالیتوب لپاره د ولس او حکومت پر همکارۍ ټینګار کړی او زياته کړې يې ده چې دا یوازې د يوه پانګوال نه، بلکې د ټولو افغانانو ګډه غوښتنه ده.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په دې مراسمو کې ويلي، د پانګوالو راتګ او پانګونه پر اسلامي امارت باندې د هغوی د بشپړ باور څرګندونه کوي.

ښاغلي منصور زیاته کړې: “اسلامي امارت هغه نظام دی چې د ملت دردونه یې درک کړي او د درملنې لپاره یې عملي هڅې پیل کړي دي.”

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره هم‌مهاله د بيا رغونې او د انرژۍ د تولید په برخه کې ګڼې سترې پروژې پيل شوې او تر دې مهال يې يو شمېر پروژې ګټې اخيستنې ته هم سپارل شوې دي.

اړوند خبرونه