ډېر لوستل شوي

امریکا خپلو وګړو ته کراچۍ کې د ځينو ځايونو له تګ څخه د ډډې سپارښتنه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې دې «عصري هوټلونو» ته له تګ څخه ډډه وکړي.

یاد وزارت ویلي، دا محدودیت یوازې د امریکايي دولتي کارکوونکو او چارواکو لپاره د لنډمهاله تدبیر په توګه لګول شوی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پرېکړه د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله شوې ده او امریکایانو ته سپارښتنه شوې چې نه یوازې له هوټلونو، بلکې له هغو ځایونو هم ډډه وکړي چې ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي. د پاکستان حکومت یا امنیتي ادارو تر اوسه د دغې موضوع په تړاو رسمي دریځ نه‌دی څرګند کړی.

اړوند خبرونه