د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ لمریز کال د غبرګولي او چنګاښ په میاشتو کې د هېواد له هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو څخه د ۵ زره او ۱۹۶ بهرنیو وګړو تګــراتګ ثبت کړی دی.
د ياد ادارې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۲ زره او ۹۰۱ بهرني وګړي، چې ۱۴۱ یې ښځې دي، هېواد ته راغلي دي. همداراز د ۶۷ ښځو په ګډون، ۲ زره او ۲۹۵ نور بهرني وګړي له هېواده وتلي دي.
احصايه ښيي چې ۲ زره او ۸۵۵ کسان د ځمکنیو بندرونو له لارې او ۴۶ نور د هوا له لارې افغانستان ته داخل شوي دي. له دې ډلې، ۴۶۷ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدو په موخه راغلي او پاتې نور د کار یا تحصیلي چارو لپاره هېواد ته سفر کړی دی.
د دغو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز له بندر ۱۸۴۹ تنه، ورپسې د هرات له بندرونو او هوايي ډګر ۴۷۰ تنه او پاتې نور د تورخم، حیرتان، د فاریاب آقینې او د بدخشان اشکاشم بندرونو له لارې راغلي دي. یاده دې وي، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ژوند پېښو د ثبت او د بهرنیو وګړو د چارو ریاست له لارې د بهرنیانو د تګ راتګ، تابعیت او د ژوند پېښو د ثبت مسوولیت پر غاړه لري.