ډېر لوستل شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت او عزيزي ګروپ ترمنځ د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړه کېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزيزي ګروپ «انوېسټ» شرکت ترمنځ د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید په موخه د همکارۍ هوکړه‌ليک لاسلیک کېږي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په دې مراسمو کې ويلي، د پانګوالو راتګ او پانګونه پر اسلامي امارت باندې د هغوی د بشپړ باور څرګندونه کوي.

ښاغلي منصور زیاته کړې: “اسلامي امارت هغه نظام دی چې د ملت دردونه یې درک کړي او د درملنې لپاره یې عملي هڅې پیل کړي دي.” د يادونې وړ ده، دغه پروژه به نه یوازې د هېواد د انرژۍ اړتیاوو پوره کولو کې ستر رول ولوبوي، بلکې د اقتصادي ودې، پانګونې او کاري زمينې د رامنځته کېدو لپاره به هم پراخې زمینې برابرې کړي.

اړوند خبرونه