ډېر لوستل شوي

عزيزي: افغانستان د طبيعي سرچینو له پلوه بډای هېواد دی، خو کار ته اړتیا لري

ملي پانګه‌وال میرویس عزيزي ویلي، افغانستان د طبيعي زېرمو او سرچینو له پلوه یو له شتمنو هېوادونو څخه دی، خو دا شتمني یوازې هغه مهال په فرصت بدلېدای شي، چې عملي کار پرې وشي.

نوموړي دا څرګندونې د اوبو او انرژۍ وزارت سره د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې کړې دي. ميرويس عزيزي زیاته کړې، پانګوال باید له شته فرصتونو ګټه پورته کړي، ځکه چې اوس‌مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې.

اړوند خبرونه