لونګ (Clove) هغه طبیعي، عطري او درمليز بوټی دی، چې د خوړو له خوندورې مسالې نیولې تر درملیزو ځانګړتیاوو او ښکلايي استعمال پورې پراخې ګټې لري. په عربي ژبه کې ورته “عویدي” ویل کېږي او له پخوا راهیسې د طب، سنت او معاصرې درمل جوړونې یوه مهمه برخه ګڼل شوې ده.
لونګ نه یوازې حافظه پیاوړې کوي، زړه او سینه فعاله ساتي، بلکې د غاښونو، معدې، بندونو، پوستکي، سترګو او ستوني ګڼ شمېر ناروغيو لپاره هم طبي درمل دي. علمي څېړنې ښيي، چې لونګ د انټيبیوټیک، انټياکسیدنټ، ضد التهاب او ضد باکتریا ځانګړتیاوې لري او د شکر، وزن او وینې جریان کنټرول کې هم رغنده رول لوبوي.
په همدې ډول، د لونګ کرنه هم ساده، کملګښته او ګټوره ده. دا بوټی که په باغچه یا د کور دننه په ګلدان کې وکرل شي، نه یوازې طبی ګټه لري، بلکې چاپېریال ته هم ښکلا او خوشبويي بخښي.
په دې مطلب کې به د لونګو روغتیایي ګټو، د کرنې اصولو، د استعمال طریقه او احتیاطي سپارښتنو ته په تفصیل سره اشاره وکړو، تر څو لوستونکي او اورېدونکي له دې طبی نعمت نه غوره ګټه پورته کړي.
۱. د لونګو روغتیایي ګټې
د لونګو روغتیایي ګټې یوازې د سنتي طب یا خلکو له تجربو پورې محدودې نه دي، بلکې نوې علمي څېړنې هم دا تائيدوي چې لونګ انټيبیوټیک، انټياکسیدنټ او ضد التهابي ځانګړتیاوې لري، چې د ډېرو عامو ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره مهم رول لري.
- حافظه پیاوړې کوي:
د لونګو منظم استعمال د حافظې ځواک لوړوي او ذهني تمرکز ته وده ورکوي، چې د زدهکړې پر مهال ډېره ګټوره وسیله ده. - زړه پیاوړی ساتي:
لونګ د وینې جریان ته وده ورکوي او د زړه د منظم فعالیت ملاتړ کوي، چې له قلبي ناروغیو د وقایې په توګه عمل کوي. - سینه له بلغم څخه پاکوي:
د لونګو تود طبیعت د تنفسي لارو پاکولو کې مرسته کوي او د زکام، ټوخې او ساه بندۍ پر ضد اغيزمنه ځانګړتيا لري. - د بندونو دردونه کموي:
د لونګو ضد التهاب خاصیتونه په ځانګړې توګه د ډېر عمر لرونکو کسانو د بندونو او عضلو دردونه اراموي. - معده او نس پاکوي:
لونګ د معدې باکتریاوې له منځه وړي، هضم ته وده ورکوي، د ګازو او سوزش مخه نیسي او اشتها برابروي. - د خولې بوی ښه کوي:
د لونګو ژوول خوله خوشبویه کوي، ژامه تقویه کوي او د غاښونو دردونه هم اراموي. - کولمې پاکوي او د ځيګر فعاليت ته وده ورکوي:
لونګ د ځیګر فعالیت ته وده ورکوي، کولمې پاکوي او د هضمي سیستم د عمومي توازن ملاتړ کوي. - د سترګو دید پیاوړی کوي:
د لونګو ضد اکسیډنټ اغېز د سترګو د کمزورۍ مخه نیسي او د نظر د ښهوالي لپاره ګټور ګڼل کېږي. - د ستوني درد او پړسوب له منځه وړي:
لونګ د غرغرې یا مضمضې په بڼه د ستوني پړسوب او درد ته سملاسي ارامي بخښي. - د شکري ناروغۍ کنټرولوي:
څېړنې ښيي چې لونګ د وینې د شکر کچه تنظیموي او د شکر د ناروغۍ د کنټرول په برخه کې مرسته کوي.
۲. په افغانستان کې د لونګو حاصلات
افغانستان هغه طبیعي اقلیم لري، چې د ځینو خاصو سیمو لکه ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست، هلمند او کابل د تودو او معتدلو ساحو په باغونو او ان د کورونو په بالکنونو کې د لونګو کرنه ممکنه ده.
- د کرنې لپاره مناسب شرایط:
۲/۱. خاوره:
لونګ ښه حاصلخیزه، نرم مزاجه او له عضوي موادو څخه غني خاورې ته اړتیا لري. داسې خاوره چې کمپوست، ورستې پاڼې یا د باغچې خاوره پکې شامله وي، غوره ګڼل کېږي.
۲/۲. رڼا او لمر:
لونګ د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه ۴–۶ ساعتونو د لمر مستقیمو وړانګو ته اړتیا لري.
۲/۳. اوبهورکونه (آبیاري):
لونګو ته منظمه او معتدله اوبه ورکول مهم دي. زیاتې اوبه د ریښو د خرابېدو سبب ګرځي؛ نو غوره ده چې خاوره نرمه او نيمه لنده وساتل شي.
۲/۴. د ښاخبري (پرې کول):
وچې او اضافي پاڼې يې باید وخت پر وخت پرې شي، تر څو نبات ته ښه وده ورکړل شي او ښکلا یې هم وساتل شي.
تغذیه (سرې ورکول):
لونګو ته بايد په منظم ډول عضوي سرې (ورستې سرې) ورکړل شي، څو نبات ته اړین مواد برابر شي.
- د کرلو غوره وخت:
د لونګو د کرلو لپاره په بارني سيمو کې د پسرلي په لومړيو مياشتو او کم باراني سيمو کې د دوبي مياشتې يې مناسب وخت دی.
- د بالکن یا سالون لپاره:
لونګ یو ښکلی نبات دی، چې نه یوازې طبیعي ګټه لري، بلکې د کور دننه په سالون یا بالکن کې د کرلو له لارې د کور فضا ته خوشبوی او ځانګړې ښکلا وربخښي.
۳. د انسان روغتیا ته د لونګو احتمالي زيانونه
لونګ که څه هم یو طبیعي، ارزښتناک او روغتیایي بوټی دی؛ خو د نورو درملیزو توکو په څېر، که بېاحتیاطه، بېحده یا ناسمه توګه وکارول شي، کولی شي یو شمېر جانبي یا منفي اغېزې هم ولري.
- د معدې التهاب او سوخت (burning)::
لونګ تود خاصیت لري؛ نو که د اوږدې مودې لپاره ډېر وکارول شي، ممکن د معدې د مخاطي پردې التهاب یا سوخت رامنځته کړي، چې له امله یې د معدې درد، تیزابیت یا سوزش پیدا کېږي.
- د تنفس ستونزه:
د لونګو خوشبويي که ناڅاپي او ډېر شدید ډول پوزې ته داخل شي، یا کوچنی ماشوم یې تنفس کړي، د ساه بندۍ، ټوخې یا حتی د سږو التهاب سبب کېدلی شي.
- د وینې رقت زیاتوي:
لونګ د وینې رقیقوونکی خاصیت لري؛ هغه کسان چې د وینې د رقت درمل لکه (warfarin) کاروي، باید د لونګو له زیاته استعماله ډډه وکړي، ځکه دا د وینې بندېدو قدرت کمولی شي.
- د پوستکي حساسیت:
د لونګو تېل که مستقیماً پر حساس پوست استعمال شي، ممکن خارښت، سوروالی یا التهاب رامنځته کړي؛ نو د مخامخ استعمال پر مهال باید د نرمېدو لپاره له نورو تېلو سره ګډ شي.
- د حمل او شیدو ورکونې پر مهال احتیاط:
د امیندوارو مېرمنو او هغو ښځو لپاره چې شیدې ورکوي، باید له ډاکټر سره له مشورې پرته د لونګو درملیز استعمال ونهشي، ځکه چې ځينې فعاله مواد یې ممکن پر جنین یا ماشوم اغېزه وکړي.
- د ماشومانو لپاره خطرناک کیدلی شي:
کوچنیان که ناڅاپه لونګ یا د هغه تېل وخوري، کیمیاوي سوخت، د معدې خارش یا نورې ستونزې ورپېښولی شي؛ نو باید له ماشومانو لرې وساتل شي.
۴. سپارښتنه:
لونګ یو ارزانه؛ خو پیاوړی طبي بوټی دی، چې د انسان روغتیا، ښکلا او کورني ژوند لپاره بېشمېره ګټې لري. هيره دې نه وي که هر طبي بوټی له اندازې ډېر استعمال شي، ښايي زیان ورسوي.
اوس سپارښتنه دا ده چې لونګ باید په اعتدال، سمه طریقه او د اړتیا پر مهال وکارول شي. له ناروغانو، امیندوارو ښځو او هغو کسانو څخه چې ځانګړې روغتیايي ستونزې لري، تمه کېږي چې تر استعمال وړاندې له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي.
اعتدال، پوهه او احتیاط د هر طبي نعمت د ګټې راز دی.