د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معنیت د تخار په «فرخار» ولسوالۍ کې د ۱۱۲٫۳ کیلو ګرامه تریاکو د ضبط او په دې تړاو د دوو کسانو د نیولکېدو خبر ورکړی.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا نشهيي توکي د «فرخار» ولسوالۍ په «دوراهي» سیمه کې د پلټونکو عملیاتو پرمهال کشف او د له منځهوړلو په موخه ترلاسه شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې دا څه باندې ۱۱۲ کیلو ګرامه تریاک په ماهرانه ډول یو موټر کې ځایپرځای شوي وو او په تړاو یې نیولشوي دوه کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
په ورته وخت کې د خوست امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت په «صبریو» ولسوالۍ کې د نشهیي توکو درې کاروباریان له ۶ کیلو ګرامه چرسو سره یوځای نیول شوي دي. د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کار وبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو دریو کلونو راهیسې د نشهیي توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.