د اقتصاد سرپرست وزیر، قاري دین محمد حنیف په کابل کې د اندونیزیا د سفارت له شارژدافیر «ناندا اوالیست» سره کتلي او دواړو لوریو پر بېلابېلو اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د اندونیزیا د سفارت شارژدافیر د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته د اندونیزیایي شرکتونو پر چمتوالي بحث کړی دی.
په دې کتنه کې د اقتصاد سرپرست وزیر د اندونیزیايي شرکتونو لخوا د تجربو شریکول او پانګونې ته لیوالتیا د اقتصادي پراختیا او د کارموندنې فرصتونو د رامنځته کولو لپاره مهم بللي دي.
قاري دین محمد حنیف همداراز د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ښهوالي او پراختیا لپاره د اندونیزیا د سفارت د شارژدافیر ملاتړ او هڅې ستایلې، او د هغو اقتصادي فرصتونو او اړینو اسانتیاوو په اړه یې تفصیلي خبرې کړې چې د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره په نظر کې نیول شوې دي.