د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي به په یوه درې ورځني رسمي سفر پاکستان ته ولاړ شي او د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره به د مهمو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ولري.
د چارواکو په وینا، ښاغلی متقي به د خپل سفر پر مهال د سیاسي اړیکو ترڅنګ، د اقتصادي همکارۍ، د کډوالو وضعیت او امنیتي مسایلو په تړاو له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.
تمه ده چې دغه سفر به د کابل او اسلاماباد ترمنځ د تعامل او تفاهم د پیاوړتیا لامل شي.