ډېر لوستل شوي

د سکاټلېنډ لومړی وزیر: غزه کې روان وحشت څرګنده نسل‌وژنه ده

د سکاټلېنډ لومړي وزیر جان سوییني ویلي، چې په فلسطین کې د اسرائیلي رژیم له‌ لوري روان تاوتریخوالی یوه څرګنده «نسل‌وژنه» ده او په وينا يې چې له دې حقيقت څخه سترګې نه شو پټولی.
نوموړي دغه څرګندونې د سکاټلېنډ په پلازمېنه اډینبورګ کې د یوې غونډې پر مهال کړې او زیاته کړې یې ده: “دا ډېره څرګنده ده، چې په فلسطین کې نسل‌وژنه روانه ده او دا نه شي ردېدای.”
د عرب نیوز د راپور له‌مخې، له دې وړاندې د یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو مشرانو هم په غزه کې د صهيونيست رژيم د پوځيانو بریدونه ښکاره نسل‌وژنه بللې او له نړیوالو یې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
دا په داسې مهال ده، چې ياد رژيم په نږدې دوو کلونو کې په غزه کې په بې‌رحمانه توګه هوايي او ځمکني بريدونو ته زور ورکړی، چې له امله يې په زرګونه بې‌ګناه فلسطينيان شهيدان او ټپيان کړي دي.

اړوند خبرونه