ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر: ټولې ادارې دې د راستنېدونکو هېوادوالو پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، مولوي عبدالکبیر د کونړ او ننګرهار له لوړپوړو امنیتي مسوولینو سره په کتنه کې د کډوالو اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ټینګار شوی چې په ټولو ولایتونو کې دې د کورنیو او بهرنیو مرستندویه ادارو په همغږۍ لازمې مرستې راستنېدونکیو هېوادوالو ته ورسیږي.
په دې کتنه کې د کونړ امنیې قوماندان، مولوي ضیاالحق او د ننګرهار د استخباراتو رییس، قاري عابد په دواړو ولایتونو کې د کډوالو او امنیتي وضعیت په اړه ډاډ څرګند کړی دی.
د ویلو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د افغان کډوالو د راستنېدنې بهیر په بریالۍ توګه مدیریت کړی دی.

اړوند خبرونه