د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د لوېدیځې صحرا پر سر د مراکش د حاکمیت ملاتړ څرګند کړی او ويلي یې دي چې د مراکش وړاندیز شوی پلان د دې اوږدمهالې شخړې یوازینی حل ګڼي.
د رويټرز راپور له مخې، ټرمپ دغه څرګندونې د مراکش شپږم پاچا محمد ته په یوه پیغام کې کړي او ویلي یې دي، چې واشنګټن او رباط د سولې، امنیت، د ترهګرۍ ضد مبارزې او اقتصادي همکارۍ په برخو کې ګډ هدفونه لري.
ويلکېږي، چې دا شخړه د مراکش د لوېدیځې صحرا پر سر راپورته شوې او پولیساریو ډله غواړي چې په دې صحرا کې د الجزاير حکومت په ملاتړ خپلواک دولت جوړ کړي.