ډېر لوستل شوي

څه باندې ۴ زره بهر مېشتو هېوادوالو ته د پېژندپاڼو غیر حضوري خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د روان کال د چنګاښ میاشتې په ترڅ کې ۴ زره او ۴۶ بهر مېشتو هېوادوالو ته د تابعیت پېژندپاڼو غیر حضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.

د يادې ادارې د رسمي شمېرو له مخې، په دغه موده کې ۱۱۵۱ تنو ته نوې کاغذي تذکرې، ۳۶۰ تنو ته مثنی او ۲۵۳۵ تنو ته د پېژندپاڼو د سمون خدمتونه وړاندې شوي دي.

له بلې خوا، یاد ریاست په همدې میاشت کې په کابل ښار کې هم ۱۰۵۴ تنو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې، ۱۰۳۳ تنو ته مثنی پېژندپاڼې او ۱۱ زره او ۹۶۲ تنو ته حضوري اصلاحاتي خدمتونه ترسره کړي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه په حضوري او غیر حضوري توګه وړاندې کېږي او دا اداره د روڼ، اغېزناک او چټک خدمت ته ژمنه ده.

اړوند خبرونه