حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اسراییلي یرغلمو ته د سره صلیب د بشري مرستې په رسولو کې همکاري کوي.
حماس ټینګار کړی چې سره صلیب سره هغه مهال پوره همغږي کېدلی شي چې د بشر دوستانه مرستو دهلیزونه پرانیستل شي او صهیونېست رژیم بمباري ودروي. ورته مهال وخت ناوخت راپورونو کې ویل کیږي چې د صهیونېست رژیم عسکر هغه فلسطینیان په مرمیو ولي چې بشري مرستو ته راټولیږي.
بل خوا په دې وروستیو کې د بشري حقونو دوو ناپېیلو بنسټونو راپور ورکړی و چې د صهیونېست رژیم په زندانونو کې فلسطیني بېګناه بندیان په سپیو داړل کیږي، جوش اوبه پرې تویېږي او ډول ډول ربړول کیږي.