ډېر لوستل شوي

د عینکو له مسو کانه ترلاسه شوي سلګونه لرغوني اثار د لرغون پېژندنې ریاست په واک کې ورکړل شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معينيت اړوند د لرغون پېژندنې رياست د مسلکي انجينرانو له لوري د مس عینک له لرغونو سیمو ترلاسه شوي ۱۴۳۰ اثار د پاک ‌کارۍ، لومړنۍ رغونې، پېژندنې، ثبت او سجل په موخه د مس عینک ساحوي ګدام څخه د دې ریاست مرکزي لابراتوار ته لېږدول شوي دي.
دا اثارو له خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي دي، چې پکې د کوشاني او ساساني دورو مسي سکې، کتیبې، کوچنۍ کوزه ‌ګۍ، جامونه، پيالې، بېلابېل څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، هډوکو مهر‌ې، ګاوترې، دوک او نورو وسایل شامل دي.
د لرغون ‌پېژندنې رییس ویلي چې دا ثار به له پاک کارۍ، رغونې او تسجیل وروسته ملي موزیم ته وسپارل شي.
یاده دې شي چې دا اثار له پنځو زرو کلونو زوړ تاریخ لري چې د بېلابېلو تمدنونو استازولي کوي.

اړوند خبرونه