پوهنې وزارت د یاد وزارت د سرپرست، مولوي حبیب الله اغا او د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس، مولوي احمدالله وثیق د کتنې خبر ورکړی.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې مولوي احمدالله وثیق ویلي چې د ورزش اداره چمتو ده چې د خپل توان مطابق په ښوونځیو کې د ورزش د ودې او بدني روزنې لپاره همکاري او کار وکړي.
بلخوا د پوهنې سرپرست وزیر، مولوي حبیب الله اغا ورزش او بدني روزنه د انسان لپاره ضروري وبلله او په ځانګړي ډول یې په ښوونځیو کې د زدهکوونکو د بدني روزنې ارزښت مهم ګڼلی دی.
نوموړي ډاډ څرګند کړی چې په دې برخه کې د ورزش له ادارې بشپړه همکاري کوي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دې هوکړه کړې چې په نږدې راتلونکې کې به د همکاریو دوهاړخیز تړون هم لاسلیک کړي.