د سپینې ماڼۍ د رییس مرستیال او د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې کس سټیفن میلر هند تورن کړی، چې له روسیې څخه د نفتو پېرلو سره د اوکراین پر وړاندې د دغه هېواد جګړه تمویلوي.
میلر له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د اوکراین د جګړې د تمویل لپاره له روسیې څخه د نفتو پلور د منلو نه دي.
بل خوا نوي ډهلي د واشنګټن دا خبرداری بابېزه بللی او ویلي یې دي، چې دوی به له روسیې څخه تېلو پېرلو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی و چې پر هغو هېوادونو به ۱۰۰ سلنه تعرفې لوړې کړي، چې له روسیې څخه تېل پېري