ډېر لوستل شوي

صهیونېست رژیم د ټولې غزې د اشغال پرېکړه کړې

الجزیرې د اسراییلي رسنیو له قوله لیکلي چې د صهیونېست رژیم لومړی وزیر د غزې د بشپړ اشغال پرېکړه کړې ده.

ویل کیږي چې ددې رژیم عسکرو د یادې موخې د ترلاسه کولو لپاره خپلو عملیاتو ته زور ورکړی. د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه غندلې او له نړیوالې ټولنې یې مرسته غوښتې ده.

دا راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې تېره سه شنبه نتانیاهو خپله جنګي کابینه راغوښتې وه او په غزه کې یې د خپلو ناکامیو او د دوه کلنې جګړې په تړاو بحثونه وکړل.

بلخوا صهیونېست رژیم له نړیوال فشار سره مخ دی؛ تر څو جګړه ودروي او د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړي.

اړوند خبرونه