ډېر لوستل شوي

له تېر یو کال راهیسې په «استقلال» ملي روغتون کې څه باندې ۱۲ زره وړیا جراحي عملیات شوي 

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت اړوند په استقلال ملي او تخصصي روغتون کې شاوخوا ۱۲ زره ۴۹۴ وړیا جراحي عملیات شوي دي.  

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کې ۴ زره ۷۲۷ لوی او ۷ زره ۷۶۷ کوچني جراحي عملیات شامل دي. 

سرچینې دا هم ویلي چې په یاد روغتون کې ۱۷۳ زره ۲۷۱ ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او ۲۳ زره ۵۹۷ ناروغانو ته داخل‌بستر (IPD) خدمات وړاندې شوې دي. 

عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم له تېر یو کال راهیسې د هېواد په ځینو سترو روغتونونو کې د زرګونه عملیات د ترسره کېدو راپورونه ورکړي وو.  د یاد وزارت مسوولینو وخت ناوخت ټینګار کړی چې په ټول هېواد کې د هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته د پر وخت رسېدنې هڅې پیل شوې دي.

اړوند خبرونه