د هرات ځايي مسوولین وایي د یاد ولایت په «ادرسکن» ولسوالۍ کې د یو چیکډم د جوړېدو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د امید راډیو خبریال د هرات د مسوولینو په حواله راپور ورکړی چې دا چیکډم ۳ متره لوړوالی، ۲۴ متره اوږدوالی او د ۵ زره مکعب متره اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
د مسوولینو په وینا چې په دا پروژه ۲ میلیون ۷۸۹ زره ۳۱۵ افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له بودیجې بشپړه شوې ده.
په راپور کې ویل شوي چې دا چیکډم د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د انجینرۍ ریاست تر څار لاندې د یاد وزارت د تخنیکي ټیم او «صادق ګلزار» ساختماني شرکت په همکارۍ جوړ شوی دی. د هرات مسوولینو دا هم ویلي چې د دې چیکډم په جوړېدو سره به د موسمي اوبو د ضایعکېدو مخنیوی وشي، او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړای شي.