ډېر لوستل شوي

ولې نړيوالو کلتورونو کې سنځله د ځانګړې پام‌لرنې وړ بلل شَوې؟

سنځله چې علمي نوم یې  Elaeagnus angustifoliaدی، په دودیز طب، معاصر څېړنو، او نړیوالو کلتورونو کې د ځانګړې پاملرنې وړ بوټی بلل شوی. له ویتامینونو، قندونو، امینو اسیدونو او ګټورو غوړیو څخه بډایه دا میوه د هډوکو د پیاوړتیا، د زړه د روغتیا، د بندونو د درد، د معدې د ناروغیو، بواسیر، شکرې، لوړ فشار، خارښ، تبه او ګڼو نورو ناروغیو پر وړاندې یو طبیعي سپر ګڼل کېږي.

سنځله، چې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې کرل کېږي، زموږ د درملیز میراث یوه مهمه برخه جوړوي او اوس د معاصر ساینس له خوا هم د هغې ګټې په پرله‌پسې توګه ثابتېږي.

۱. د سنځلې روغتیايي ګټې

  • د هډوکو پیاوړتیا:

سنځله د کلسیم یوه بډایه سرچینه ده، چې د هډوکو د جوړښت او پیاوړتیا لپاره خورا اړینه ماده ده. د هغو کسانو لپاره چې د هډوکو ضعف لري، سنځله یو طبیعي تقویتي خواړه ګڼل کېږي.

  • د زړه او وینې رګونو لپاره ګټوره:

د سنځلې په ترکیب کې شته ویټامین K، غیر اشباع غوړ او پولي‌فېنولونه د زړه د حملې، لوړ فشار او د وینې د جریان د اختلالاتو پر وړاندې اغېزمن دي. دا میوه د وینې فشار تنظیموي او د وینې پاکوالي کې مرسته کوي.

  • د معدې او هاضمې لپاره طبیعي درمل:

په دودیز طب کې سنځله د معدې د زخم، تیزابیت، قبض او نفخ لپاره یوه ګټوره دوا بلل شوې ده. د هغې نرم طبیعت د هاضمې سیستم تسکینوي او د نس ناستې او استفراق مخنیوی کوي.

  • د بندونو او مفاصلو درد ته آرام ورکوونکې:

کله چې سنځله د زیتون په غوړو کې سره شي، د بندونو، زنګونونو او مفاصلو دردونه اراموي. دا خاصیت د هغو کسانو لپاره مهم دی چې له التهاب یا ارترایتیس رنځ وړي.

  • د سړې تبې او موسمي ناروغیو پر ضد:

د سنځلې ګلان، شیره او میوه د موسمي تبو، زکام او سردرد لپاره ګټور ګڼل کېږي. په اسپانیا کې یې د ګلانو شیره د شدیدو تبو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

  • د صفرا، ځيګر او زیړي لپاره اغېزمنه:

سنځله د صفرا د توازن ساتلو او د ځيګر د پاکولو خاصیت لري. د زیړي ناروغانو ته یې کارونه ګټور تمام شوی.

  • د شکرې (قند) ناروغانو ته ګټوره:

په سنځله کې شته ګلوکوز او فرکتوز طبیعي قندونه دي، چې د انسولین په تنظیم کې مرسته کوي. د شکرې ناروغانو لپاره، سنځله یوه خوندي میوه بلل شوې.

  • د پوستکي، ویښتانو او ښکلا لپاره ګټوره:

سنځله چې د زیتونو په غوړو کې سره شي، د خارښ، د پوست وچوالي په مخنيوي او ویښتانو ته د ودې لپاره ګټور دي. دا پوست ته رطوبت ورکوي او د طبیعي ښکلا احساس پیاوړی کوي.

  • د بواسیر او د زیات ادرار ضد درمل:

په ولسي طب کې سنځله د بواسیر د دردونو کمولو لپاره کارول شوې ده. همدارنګه د زیات ادرار یا “تکرر البول” ستونزه هم ورسره ښه کېدای شي.

  • د سرطان ضد، درد ضد او التهابي ناروغیو لپاره مؤثره:

سنځله په خپل جوړښت کې انټي‌اکسیدنټونه لري، چې د بدن حجرې له تخریب څخه ساتي. دا خاصیتونه یې د سرطان ضد، درد کمولو او التهابي ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم ګرځوي.

۲. د سنځلې کرکېله او حاصلات

  • اقلیمي شرایط:

سنځله د وچ اقلیم، یخنۍ او بادونو پر وړاندې يوه ډېره زغم لرونکې ونه ده. له همدې امله د افغانستان ډېری وچې سیمې د سنځلې د کرنې لپاره مناسبې بلل کېږي.

  • د خاورې اړتیا:

سنځله تقریباً له هر ډول خاورې سره توافق لري، خو غوره ده چې په نرمه خاورې کې وکرل شي. دا بوټی د مالګې زغم هم لري، نو ځکه یې کرنه د نیمه شوره خاورې په ساحو کې هم امکان لري.

  • کښت او روزنه:

د سنځلې کښت د تخم، قلم یا نیالګي له لارې ترسره کېږي.

د قلم له لارې کښت ډېر ګړندی او باکیفیته پايله ورکوي.

د نیالګي تر کښت وروسته باید ونې لږ تر لږه ۲ – ۳ کاله منظمه روزنه، په سمه توګه اوبه او خړوبه وساتل شي.

  • ګل اچونه او حاصل ورکونه:

سنځله معمولاً د پسرلي په موسم کې ژیړ خوږبویه ګلان کوي، مېوې یې د مني (خزان) په لومړیو کې پخېږي او خوراک ته چمتو کېږي.

یو ښه ساتل شوې د سنځلې ونه له ۳ څخه تر ۵ کلونو وروسته حاصل ورکوي.

  • د حاصلاتو او د راټولولو وخت:

د سنځلې میوه چې کله سور رنګ، خوږ خوند او ښه بوی پيدا کړي؛ نو هغه وخت يې د راټولو لپاره مناسبه دی.

  • د سنځلې حاصلاتو استعمال:

مېوه‌یې تازه، وچه، یا له شاتو، زیتون غوړو سره ګډه خوړل کېږي.

له ګلانو‌یې عطر، خوشبویه تېل او له لرګي څخه يې د زینتي توکو جوړولو لپاره استفاده کېږي.

  • اقتصادي ارزښت:

سنځله نه یوازې خوږه مېوه ده، بلکې درملیز، اقتصادي او صنعتي کارونې هم لري.

دا ونه د اقلیم، خاورې، اوبو او بازار د اړتیا پر بنسټ د بزګر لپاره یوه ګټوره بدیله کرنه ګڼل کېږي.

۳. د سنځلې احتمالي زیانونه او احتیاطي سپارښتنې

سنځله یوه بډایه او ګټوره مېوه ده، خو د هرې طبیعي سرچینې په څېر، د نامناسبې یا زیاتي کارونې په صورت کې ځینې ستونزې هم رامنځته کولی شي.

  • د قبض سبب کېدل:

سنځله طبیعتاً قابضه خاصیت لري، یعنې د بدن رطوبت کموي او د نس بندیدو لامل کېدای شي. هغه کسان چې له یبوست یا قبض څخه رنځ وړي، باید دا مېوه په اندازه او د نورو نرم خوړو سره یوځای وخوري.

  • د زیات استعمال په صورت کې د هاضمې ستونزې:

د سنځلې زیاته خوړنه، په ځانګړې توګه د وچو مېوو په بڼه، کولای شي د معدې دروندوالی، نفخ یا ګاز جوړېدل او تیزابیت رامنځته کړي. له همدې امله د اعتدال رعایت مهم دی.

  • د شکرې ناروغانو ته احتیاط:

که څه هم سنځله د طبیعي قندونو (ګلوکوز او فرکتوز) درلودونکې ده، خو بیا هم د شکرې ناروغان باید د ډاکټر په مشوره د دې مېوې اندازه مشخصه کړي، ځکه هر قند بدن باندې تاثیر لري.

  • حساسیت یا الرجي:

که څه هم دا کم پېښېږي، خو ځینې خلک ممکن د سنځلې له ګلانو یا مېوو سره حساسیت ولري. که چا ته يې له خوړلو وروسته خارښ، پړسوب یا د تنفس ستونزه پیدا شي؛ نو باید سم‌لاسي طبي پاملرنه وشي.

۴. سپارښتنه:

که څه هم سنځله روغتيا ته بې‌شمېره ګټې لري، خو په خوړولو کې يې بايد اعتدال په پام کې ونيول شي. پای کې ویلای شو چې سنځله د طبیعت یوه زرینه تحفه ده، خو دا تحفه هغه مهال ارزښت پیدا کوي، چې په سمه توګه وپېژندل شي او د بدن اړتیا ته په پام سره وخوړل شي.

اړوند خبرونه