ډېر لوستل شوي

پکتیکا کې درې پراختیایي پروژې پیل شوې

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې ددې ولایت د ښاروالۍ له لوري په رسمي ډول د درېیو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.

په دغو پروژو کې یوه ۲۲۰ متره اوږده ویاله، اووه عامه تشنابونه، چې د ښاري عامې روغتیا د وضعیت د ښه والي په موخه اساسي جوړښت لري او د نجیب څلور لارې اساسې جوړول او ښکلې کول شامل دي.

د یادو درېیو پروژو ټولیز لګښت شاوخوا درې میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د ښرنې ښاروالۍ له لورې ورکول کیږي.

د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد د پروژو له پیل هرکلی کړی او له ښاروالي یې مننه وکړه چې د ښار د پراختیا لپاره یې ګټور ګامونه اخیستي دي. مولوي عابد وړاندې له خلکو هم غوښتي چې ددې پروژو په ساتنه کې ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده چې موده وړاندې هم دې ښار کې ګڼې پروژې پیل شوې وې.

اړوند خبرونه