ډېر لوستل شوي

امریکا کې دوه چینايي وګړي د (AI) چېپونو د غيرقانوني لېږد په تور نیول شوي

د امریکا عدلیې وزارت څرګنده کړې، چې دوه چینايي وګړي یې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د پرمختللو چېپونو د غيرقانوني لېږد له امله نیولي دي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: “دغه کسان چې د امریکا د کالیفورنیا ایالت اوسېدونکي وو، له قانوني اجازې پرته یې هڅه کوله، څو د نویدیا په نوم د AI لوړ ظرفیت لرونکي چېپونه چین ته صادر کړي”.

د معلوماتو له مخې، دغه چېپونه چې د لسګونو میلیونو ډالرو ارزښت لري، د امریکا د صادراتو د قوانینو له مخې ځانګړي محدودیتونه پرې لګېدلي او لېږد یې د ملي امنیت له پلوه خورا مهم ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه