ډېر لوستل شوي

تاتارستان له افغانستان سره د مستقيمو الوتنو او پراخو همکاریو ژمنه کړې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخندزاده د تاتارستان د لومړي وزير له مرستيال اوليګ کوروبچينکو سره کتلي دي.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په ناسته کې کوروبچینکو ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان او تاتارستان ترمنځ مستقیمې الوتنې پيل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېواد یې له افغانستان سره د هوايي ترانسپورټ تر څنګ، په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراخ ظرفیت لري او چمتو دی دغه اړیکې نورې هم پياوړې کړي. د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزير د تاتارستان پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته رابللي او ډاډ یې ورکړی چې په هېواد کې پانګونې ته ښه زمينه برابره شوې ده.

اړوند خبرونه