لوړو زدهکړو وزارت د نږدې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د داخلي سړکونو د رغونې پروژې د چارو له پیل خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم د پرانیستې په مراسمو کې ويلي، اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ لپاره پر اساسي پروژو تمرکز لري او دا ډول پروژې د داخلي بودیجې له لارې تمویلیږي.
د لوړو زدهکړو وزارت وياند حافظ ضياالله هاشمي د ښاغلي نديم په حواله ويلي، قراردادي شرکتونه باید د کار کیفیت او د پای ته رسولو نېټه جدي وڅاري.
یاد سړکونه ۲۵۷۱ متره اوږدوالی لري او تر دې وړاندې هم په دغه پوهنتون کې د څېړنیز فارم لپاره د ژورې څاه د جوړېدو پروژه پيل شوې وه.