د منځني ختیځ لپاره د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف مسکو ته رسېدلی دی.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د پانګونې په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي له خپل پلاوي سره په هوايي ډګر کې د وېټکاف هرکلی کړی دی. دغه سفر په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د مسکو او واشنګټن اړیکې ترینګلې دي او ټرمپ خبرداری ورکړی، که روسیه د اوکراین جګړې پای ته رسولو کې جدي اقدام ونه کړي، بندیزونه به پرې ولګوي.