ډېر لوستل شوي

روغتيايي مشوره: که کورکمن خورئ؛ نو سرطان، د زړه ناروغۍ او الزایمر به ونه لرئ

کورکمن، چې په طبعي ژبه کې یې Turmeric  او فعال ترکیب ته یې Curcumin  وایي، یو له هغو نباتي موادو څخه دی چې د زرګونو کلونو راهیسې په دودیز درملیز سیستم کې ځانګړی ځای لري. دا له خاورې راټوکېدلی زېړ پوډر نه یوازې خوړو ته ځانګړی خوند، بوی او رنګ ورکوي، بلکې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي، د ګڼو مزمنو او وژونکو ناروغیو مخه نیسي او د بدن دننه ژور توازن رامنځته کوي.

د ساینسي څېړنو پر بنسټ، کورکمن د سرطان، زړه ناروغیو، الزایمر، مفصلونو درد او ګڼو نورو روغتیايي ستونزو پر وړاندې مؤثر انټي اکسیدان او التهاب ضد ځانګړتیاوې لري. د همدې ځانګړنو له برکته، دا بوټی اوس د نړۍ له پامه نه غورځېدونکی طبعي درمل ګڼل کېږي، چې د خوړو تر څنګ د درملنې، پوستکي، وېښتو او هاضمې د تقویې په برخه کې هم پراخه کارونه لري.

په دې علمي او روغتیايي مطلب کې به د کورکمن د غذایي ارزښت، درملیزو ګټو، کارولو طریقو او اړینو احتیاطونو په اړه بشپړ معلومات درسره شریک کړو، تر څو دا طلایي پخليز مصالحه په خپل ورځني ژوند کې د ښه‌والي، وقایې او درملنې لپاره وکاروئ.

۱. د کورکمن روغتیايي ګټې

  • د سرطان مخنیوی:
    کورکمن د «کرکومین» (Curcumin) په نوم فعال مرکب لري، چې د ساینسي څېړنو له مخې د سرطان حجرې له منځه وړي، په ځانګړي ډول د کولمو، پروستات، سینې او رحم سرطان خطر کموي.
  • د زړه ناروغیو مخنیوی:
    کورکمن د وینې جریان ته وده ورکوي، د وینې لخته کېدو مخه نیسي او د کولېسټرول اندازه راکموي. دا ټول عوامل د زړه د حملې او سکتې خطر راکمولی شي.
  • د الزایمر او حافظې کمزورتیا ضد:
    کورکمن د دماغ التهاب کموي، حافظه پیاوړې کوي او د الزایمر ناروغۍ د پېښېدو چانس تر ۷۰ سلنه پورې کموي.
  • د مفصلونو او بندونو درد ته شفا:
    کورکمن طبیعي التهاب ضد ماده ده. له ډېر پخوا راهیسې د بندونو او د مفصلونو د درد درملنې لپاره کارېږي او اوسنی طب هم تأیید کړی دی.
  • د هاضمې سیسټم ښه‌کول:
    کورکمن د معدې تېزاب تنظیموي، د کولمو باکتریاوې له منځه وړي، د معدې ګاز او نس ناستي مخنیوی کوي.
  • د ساه لنډۍ او ټوخي درملنه:
    کورکمن د تنفسي سیستم التهاب کموي، د ټوخي ښه درمل دی او د ساه بندۍ ناروغي کابو کوي.
  • د پوستکي او وېښتو پاملرنه:
    د کورکمن اوبو یا پوډر استعمال د ځوانکو، داغونو، د پوستکي زوړوالي او التهاب لپاره مؤثره درملنه ده. وېښتو ته ځواک ورکوي او روښانه والی زیاتوي.
  • د ذهني فشار، خپګان او فلج ضد:
    په کورکمن کې شته ترکیبونه ذهني ارامتیا برابروي، اعصابو ته انرژي ورکوي او د دماغ حجرې فعاله ساتي. څېړنې ښيي چې د فلج وروسته د بدن د بیا رغونې لپاره هم ګټور دی.
  • د بدن دفاعي سیستم پیاوړتیا:
    د انټي اکسیدان له امله، کورکمن د بدن د دفاعي حجراتو فعالیت زیاتوي او د ویروسي، مکروبي او مزمنو ناروغیو پر ضد ښه مقاومت رامنځته کوي.
  • د وینې پاکول او د ځیګر ځواکمنتیا:
    کورکمن د وینې طبیعي تصفیه کوونکی دی. ځیګر له زهري موادو پاکوي، فعالیت یې تنظیموي او د بدن عمومي سمون ته وده ورکوي.

۲. د کورکمن د کارولو څرنګوالی

تاسو اړتيا نه لرئ د دې درمل د ګټه اخستيو لپاره کومه ځانګړې چاره ترسره کړئ، په مختلفو خوړو کې لکه شيدې، شات، مستې او ګرمو اوبو کې اضافه او ترې ګټه واخلئ.

  • د کورکمن او شاتو ترکيب:

 د کورکمن ترکيب له شاتو سره د هډوکو او مفصلونو د پياوړتيا لامل کېږي. همدارنګه دغه ماسک د پوستکي لپاره هم ګټور تمامېدای شي.

  • د کورکمن او شيدو ترکيب:

 د شپې له ويده کېدو د مخه يا هم د سهارنۍ مخکې د کورکمن او د شيدو ترکيب د هډوکو د روغتيا لپاره ګټور تمامېدای شي.

  • د کورکمن او مستو ترکيب:

 دغه ترکيب د پوستکي لپاره يو پياوړي پاکوونکی دی او د پوستکي داغونو (لکې) له منځه وړي.

  • د کورکمن او ګرمو اوبو ترکيب:

 له ګرمو اوبو سره د کورکمن ترکيب د پوستکي او وېښتانو د روښانتيا او د بدن د سیستم د پياوړتيا لامل کېږي.

۳. د کورکمن زيانونه:

کورکمن سره له دې چې بدن ته ډېرې ګټې لري، خو که په کارولو کې يې اعتدال په پام کې ونه نيول وشي، ښايي بدن ته ځينې ضرورنه ولري، لکه د هاضمي سیستم ستونزه، زړه بدوالی، کانګې، سر درد او نور…

۴. سپارښتنه:

کورکمن یا زردچوبه يو ډېر طبيعي درمل دي؛ که‌ چېرې‌یې هره ورځ په مناسبه اندازه وکاروئ، نو کولای شئ د سرطان، زړه ناروغیو، الزایمر، مفصل‌درد او ګڼو نورو مزمنو ناروغیو مخه ونیسئ. د شیدو، شاتو یا مستو سره‌یې ګډ کارول، نه‌ یواځې خوندور انتخاب دی، بلکې روغتیا ته ډېره ګټوره ده. خو پام مو وي، افراط مه کوئ – ځکه هر ګټور شی هم که زیات شي، تاوان اړولی شي.

اړوند خبرونه