ډېر لوستل شوي

له پاکستانه د «پي او ار» کارت ‌لرونکي افغانان د سپتمبر تر لومړۍ نېټې نه را ایستل کېږي

د پاکستان حکومت هلته د مېشت «پي او ار» کارت ‌لرونکو افغانانو د ایستلو موده د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې غځولې ده.  

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې په یاد هېواد کې د دغه کارت ‌لرونکي افغانان باید تر ټاکل شوې نېټې پورې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي. 

د یادلو ده چې په پاکستان کې د POR کارت‌ لرونکو د ایستلو موده د روان ۲۰۲۵ کال د جولای تر وروستۍ نېټې پورې ټاکل شوې وه او له تېرو څو ورځو راهیسې د دوی د احتمالي را ایستلو په اړه راپورونه هم ورکړل شوي وو. 

بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستانه غوښتي چې د «پي او ار» کارت لرونکي افغانانو په نه‌ایستل‌کېدو سره د کډوالو د منلو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي. 

دې سازمان همداراز ټینګار کړی چې پاکستان باید د افغان ناروغانو او زده‌کوونکو له ایستلو لاس واخلي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې له ایران څخه هم د افغانانو راستنېدل په بې‌ساري ډول زیات شوي دي.

اړوند خبرونه