د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت د «پانګونې بين الوزارتي» کمېټې تېره ورځ نوبتي ناسته کړې ده.
ياد معاونيت وايي، دې غونډې ته په جلالاباد ښار کې تر ځمکې لاندې مارکېټ جوړولو طرحه د تائيدي لپاره وړاندې شوې او له هر اړخيز بحث وروسته د منلو وړ بلل شوي ده.
د معلومات له مخې، دغه مارکېټ د ۹۵ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړېږي چې ۱۸۳ هټۍ به ولري.
په ورته مهال، دې غونډې ته د تخار په خواجه غار ولسولۍ کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګريز مارکېټ جوړولو طرحه هم د تائيدي لپاره وړاندې شوې او له هر اړخيز بحث وروسته د منلو وړ بلل شوي ده.
د يادې طرحې له مخې، خصوصي سکټور به د ۴۸ ميليونو افغانيو په ارزښت او د ۱۰۴ هټيو په درلودو سره يو سوداګريز مارکېټ جوړوي.
د يادونې وړ ده، په دې غونډه کې دغه راز اړوند کمېټو ته دنده سپارل شوې چې د تخار ولايت په تالقان ښار کې د سوداګرير مارکېټ جوړول طرحه وارزوي او خپل راپور په ټاکلي وخت د پانګونې بينوالوزراتي کمېټې ته وړاندې کړي.