ډېر لوستل شوي

هرات کې د ۷ میلیون ډالرو په پانګونې د وسپنې ویلې‌ کولو یوې فابریکې فعالیت پيل کړی

په هرات ولایت کې د اووه میلیون ډالرو په پانګونې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکه فعاله شوې او ۱۴۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د امید راډیو خبریال راپور ورکړی چې دا فابریکه هره ورځ د ۱۵۰ ټنه تولید ظرفیت لري او مسوولینو یې د ښه کیفیت ډاډ څرګند کړی دی.
په ورته وخت کې د هرات ځايي مسوولینو له صنعتکارانو څخه پر بشپړ ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د وارداتي تکیې پرځای د تولیدي فابریکو په جوړولو سره د هېواد د پرځان‌بسیاینې هڅې پیل شوې دي.
د امید راډیو د خبریال په راپور کې راغلي چې د دې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د هرات والي ویلي، حکومت هڅه کوي چې افغانستان په یو تولیدي هیواد بدل کړي او په دې برخه کې یې پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
بلخوا د دې فابریکې رییس «خان ګل اسحاقزي» ویلي چې په دې فابریکه کې کارول شوي خام مواد د زړو کورنیو اوسپنو او ځینو یې د وارداتي خامو موادو څخه چمتو کیږي، چې له هغې څخه دوی د «سیخ ګول» بېلابېلې درجې تولیدوي.
د امید راډیو خبریال دا هم ویلي چې د هرات ځايي مسوولینو او صنعتي چارواکو دا ډول پانګونې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د وارداتو کمولو او په هیواد کې د ډیرو کاري فرصتونو د برابرولو لپاره یو اغیزمن ګام بللی دی.

اړوند خبرونه