ډېر لوستل شوي

افغانستان د صنعتي کېدو په لور ګامونه اوچتوي

دا له هېچا پټه نه ده چې څلور لسیزو جګړو او ناخوالو نه یوازې هېواد ځان بسیاینې ته پرېنښود؛ بلکې پخواني بنسټونه او بېخبناوې یې هم له کاره وغورځولې. د افغانستان په بدبختۍ کې یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو او د وخت قوتونو لېوالتیا درلوده او افغانستان یې بنسټیزو او حیاتي پروژو پیلېدو ته نه پرېښوده. زبرځواکونه او د سیمې شریر هېوادونه پوهېدل چې که افغانستان کې سوله راځي؛ نو کابل به د اسیا د یوه ستر ستراتیژیک او اقتصادي غوړېدنې مرکز ګرځي.

له لسیزو وروسته افغانستان یو ځل بیا د ابادۍ او پرمختګ پر لور ګامونه اخیستي دي. د ا.ا.ا. د اقتصاد محورې پالیسۍ په مټ افغانستان کې اقتصادي وده مخ پورته روانه ده. افغان حکومت نه یوازې په کور دننه بلکې په نړیوالو تعاملاتو کې یې هم دې پالیسۍ ته لومړیتوب ورکړی دی. اوسمهال ګاونډیو، سیمې او نړیوالو هېوادونو دا ښه درک کړې چې افغان حکومت په هر ډول اړیکو کې پر مثبته روحیه او بشپړې همکارۍ تعامل ته راوړاندې کیږي او د افغانستان له خاورې دباندې د خطر احساس ترې نه کیږي.

دا چې انرژي د صنعت روح بلل کیږي؛ نو افغان حکومت هم د انرژۍ د تامین او خوندیتوب په پار پرلپسې هڅې کوي. د لمریزې، بادي او په ټوله کې د نوې کېدونکي انرژي او نه‌نوې کېدونکي انرژي لپاره یې سوداګر او پانګوال هڅولي؛ تر څو په دې برخه کې پانګونه وکړي. تازه، د میرویس عزیزي په نوم یو افغان شتمن پانګوال د افغانستان د انرژۍ د تامین ژمنه کړې او په وینا یې چې افغانستان کې به لس زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي. د افغانستان په ټول تاریخ کې د انرژۍ په برخه کې دا تر ټولو ستره ملي پروژه ده چې شاوخوا لس میلیارده ډالره لګښت پرې راځي. ټاکل شوې د لس زره میګاواټه تولید شوې‌ برېښنا ۴۰۰۰ میګاواټه د کورونو او ودانیو د روښانولو او ۶۰۰۰ نوره د صنعتي‌ چارو او د صنعتي‌ ښارګوټو د لګښت لپاره ځانګړې شي. همداراز ددې پروژې یوه بله ستره ګټه کارموندنه ده چې دې پروژه کې به شاوخوا یو نیم سل زرو کسانو ته کارموندنه وشي. ټاکل شوې دا لس زره میګاواټه برېښنا د ډبرو له سکرو،‌ اوبیزو سرچینو،‌ لمر او باد څخه ترلاسه شي.‌ د عزیزي ګروپ مسوولینو ویلي چې‌ د سروې د بهیر له بشپړېدو او د عملي کار له پیلېدو سره به افغانستان کې د برېښنا د مزو او ستنو فابریکې او د سب سټېشنونو د جوړولو کارونه هم پیل شي‌ چې نږدې ټول بشري ځواک به یې افغانان تشکیلوي. ټاکل شوې دا پروژه اووه کاله وخت ونیسي‌ او د لس زره میګاواټه برېښنا تولید چارې تر ۲۰۳۲ کاله پورې بشپړې شي. افغانستان اوسمهال د برېښنا په برخه کې یو وارداتي هېواد دی چې خپله شاوخوا اتیا سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي. په کلنۍ کچه، افغانستان شاوخوا ۳۰۰ میلیونو ډالرو برېښنا له ګاونډیو هېوادونو پېري. دا چې نن سبا موږ کابل کې د برېښنا له پرچاوۍ کړیږو؛ نو ددغې سترې پروژې په تطبیق سره به نه یوازې کابل او ولایتونه روښانه شي، د کارخونو څرخونه به په حرکت راولي؛ بلکې ددې فرصت به هم راکړي چې خپله برېښنا پر نورو وپلورو او د برېښنا برخه کې به ځان بسیاینې ته ورسیږو. د برېښنا او انرژۍ کمښت افغان ولس او افغان حکومت له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی. اوسمهال چې افغانستان د یوه صنعتي هېواد په لور ګامونه پورته کوي؛ نو د برېښنا تامین ورته لومړی شرط دی. د «عزیزي ګروپ» له لوري پیلېدونکې پروژه به زموږ صنعتي، کرنیز او نور سکټورنه هم عصري کړي. د برېښنا نشتون دی چې موږ یې له صنعتي کېدو شا ته پاتې کړي یو. د برېښنا نشتوالی دی چې افغانستان لا هم په ګڼو برخو کې ځان بسیاینې ته نه دی رسېدلی.

د هېواد په صنعتي کېدو کې د حکومت ونډه

افغان حکومت ته پکار ده چې اقتصادي او صنعتي یون لا چټک کړي او په دې برخه کې یوې یوې شېبې ته هم د غنیمت په سترګه وګوري. دا ښکاره ده چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره پانګوالو ته غوره فرصتونه برابر شوي، مالیې پرې کمې او یا حتی ورته بښل شوي او همداراز د پانګوالو د سرومال د ساتنې ټټر وهل شوی؛ خو دا هڅې لا ډېر چټکول غواړي. اوس الحمدالله نه له سوداګرو باج اخیستل شته، نه د پانګوالو لوټل او نه هم د زور او خپلسرۍ جزیرې….  د حکومت یوه لاسنیونه به له صنعتکارانو او سوداګرو سره دا وي چې دوی له کاغذپرانۍ او بې ځایه منډو ترړو خلاص کړي. که څه هم نن سبا ډیجيټلي حکومتداري لومړیتوب لري او هر هېواد غواړي، اداري لویې او وړې پروسې ټولې یوازې څو تڼیو کېکاږلو ته راولي؛ نو افغان حکومت ته بویه چې پانګوالو او صنعتکارانو ته داسې فرصتونه رامنځته کړي چې د دوی اداري او کاغذي چارې پکې په اسانه حل و فصل شي. دغه ډول دې افغان حکومت د یوه امتیاز او هڅونې په بڼه د یو څه وخت لپاره پر پانګوالو مالیه معاف کړي. صنعتي پارکونو ته چې لله الحمد د اسلامي امارت د زعیم له لوري ورته په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ځمکې تشخیص شوي؛ لا دې ډېرې او پراخې شي. د افغان حکومت بل نقش او دنده دا ده چې له ټولو کورنیو او نړیوال پانګوالو سره اړیکې ټینګې وساتي او دوی ته دې د هڅونې پروګرامونه زیات کړي.

د هېواد په صنعتي کېدو د ولسونو ونډه

د یوه هېواد په پرمختګ او ځان بسیاینه کې د ولسونو ونډه له هېچا پټه نه ده. د دولت له بنسټیزو رکنونو یو رکن خلک دي. مانا چېرې چې خلک او انسانان وي، هلته به دولتداري وي. افغانانو کلونه کلونه د خپل دین او خاورې په دفاع کې خپل سرونه نذرانه کړي او اشغالګر یې خپلو شومو موخو ته نه دې پریښي. بدبختانه لسیزو جګړو افغانستان له یوه مرکزي او صنعتي هېواده لرې ساتلی و. دا چې اوس د افغانستان ګوټ ګوټ له امنیت برخمن دی؛ نو له بل هر وخت د پرمختګ ښه فرصت رارسېدلی دی. نو ټولو هېوادوالو ته پکار ده چې له خپلو تولید شویو توکو استفاده وکړي او خپلې پیسې د نورو هېوادونو په ناوړه او مضرو توکو ونه لګوي. د بېلګې په توګه موږ ته نه ده پکار چې د خپلو مېوو دانو پر ځای خپلې پیسې پر هغو مشروباتو ورکړو چې بې ګټې او زهري دي. همداراز بزګران او بڼوال دې صنعتکارانو سره په ګټه د محصولاتو پر ځای تولیدات وړاندې کړي. د بېلګې په توګه هغه مېوې چې د اوړي په موسم کې د ګمرکي دروازو تر شا په موټرونو کې خوسا کیږي؛ پکار ده چې طبیعي جوسونه ترې جوړ کړو، کور دننه یې هم وکاروو او نورو هېوادونو ته یې هم صادر کړو. مهمه همدا ده چې خپلو تولیداتو ته په ټیټه سترګه ونه ګورو، نه یوازې خپله یې مصرف کړو؛ بلکې نورو ته یې هم د کارونې سپارښتنه وکړو. همداراز عامه شتمنیو ته پوره پام وکړو. د بېلګې په توګه د اوبو له بې ځایه ضیاع مخنیوي وشي، له ځمکې، څړځایونو ، ځنګلونو او نورو سره پام وشي.

پایله
افغانستان په خپل زرین تاریخ کې نن سبا د لویو پروژو، اقتصادي کمپلېکسونو او نورو بېخناوو د فعالیت شاهد دی. د افغان حکومت په مدبرانه او اقتصاد محورو هڅو هېواد د ټولو هغو اټکلونو پر خلاف روان دی؛ څنګه چې یې نورو تمه لرله. اوسمهال افغانستان نه یوازې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پراخ ډیپلوماټیک تعاملات لري؛ بلکې په اقتصادي برخو کې هم پراخه همکاري شته. کابل او ولایتونو کې زرګونه کارخونې پر فعالیت بوختې دي چې په برکت یې هېواد په ځینو برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی او اړتیا نشته چې هغه توکي له نورو هېوادونو وارد شي. دا چې کارخونې له هر څه انرژۍ او برېښنا ته ډېره اړتیا لري؛ نو لرې نه ده چې د مشهور افغان پانګوال «میرویس عزیزي» پانګونه به د کارخونو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه په بشپړ ډول حل کړي. په لنډه توګه یې ویلی شو چې د حکومت او ولس په هڅو افغانستان د صنعتي کېدو په لور غځولی مزل لنډولی شي.

اړوند خبرونه