امریکا او سوېلي کوریا خبر ورکړی چې دواړه هېوادونه به د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو پر وړاندې د چمتووالي په موخه، له روانې اګسټ میاشتې د ۱۸مې نېټې څخه په لویه کچه ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي.
د رويټرز راپور له مخې، د «ازادۍ اولچي ډال» تمرينونه به د ۱۱ ورځو لپاره دوام وموي.
د سوېلي کوریا د پوځ چارواکي وايي، د سږ کال یو شمېر تمرینونه د خرابې هوا له امله سپټمبر مياشتې ته ځنډول شوي، خو ټینګار کوي چې دا پرېکړه هېڅ ډول سیاسي انګېزه نه لري.
د دغو چارواکو په وينا، دغه تمرینونه دفاعي بڼه لري او هدف یې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام او د هغې د پرمختللو پوځي ټېکنالوژیو پر وړاندې د چمتووالي لوړول دي.